د کاروبار په پرمختګ کې د انلاین بازار موندنې اهمیت

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه اوزیاتونه: عتیق الله فایق
په اوس وخت نړۍ کې بې ساري پرمختګونه راغلي دي، چې ترټولو مهم او د پام وړ پرمختګ چې رامنځته شوی هغه ته د تکنالوژۍ پرمختګ ویلی شو، تکنالوژي پرمختګ په کاروباري چارو کې ډېرمهم رول لوبوي، کله چې په یو کاروبار کې پرمختګ رامنځته کیږي، نو په دې کې انټرنېټي یا آنلاین بازارموندنه یو کلیدي رول لري. نو که چېرې کاروباریان غواړي خپلو تولیداتو او خدماتو ته وده ورکړي او همدارنګه ځانګړی مارکېټ خپل کړي، د دوی لپاره د انټرنېټي بازارموندنې پروسې عملي کول یو اړین ګام دي. دا په داسې حال کې ده چې کله ټولنیزو شبکو له لارې بازارموندنه کیږي، دې سره پیرودونکي په آنلاین ډول د کمپنېو تولیداتو په هکله کره مالومات ترلاسه کوي، ځکه کاروباریان خپل د تولیدي خدماتو په هکله هغه موجوده ارزښت او ځانګړتیاوې وړاندې کوي.
همدارنګه خپلو راتلونکو تولیداتو او خدماتو په هکله پیرودونکو ته نوی زېري ورکوي چې دې سره پیرودونکي دې ته لېواله کیږي، ترڅو یوې کاروباري کمپنۍ سره وصل او د هغوی تولیداتو او خدماتو څخه ځان برخمن کړي.
آنلاین چارو کې کاروباریان په لوړه پېمانه اشتهارات (سوداګریزې خبرتیاوې) د ټولنیزې مېډیا له لارې خپروي، چې په دغه حالت کې په لوړه پېمانه د یوې کاروباري کمپنۍ د تولیداتو د خرڅلاو د ډېرښت لپاره د پیرودونکو هغه ذهني تصویر او رضایت ترلاسه کوي، ترڅو خپلو تولیداتو لپاره یې لېواله کړي، نو کله چې په آنلاین ډول اشتهارات کیږي د کمپنۍ رقابت کوونکي هم سقوط سره مخامخ کیږي، چې د رقیبو کمپنېو تولیدات څوک نه خوښوي او د مارکېټ غټه برخه له لاسه ورکوي.
بله اړینه خبره دا ده چې په اوس وخت کې خلکو ډېر پام ټولنیزو شبکو ته اړولی په مقابل کې بیا کاروباري کمپنۍ ډېر کوښښ کوي چې خپلو توکو او خدماتو لپاره داسې کلیپونه، تصویرونه او لنډې وېډیو ګانې په ټولنيزو شبکو ( فېسبوک، ټوېټر، لنکډېن، ګوګل ) او داسې نورو شبکو له لارې خپروي او د نړۍ په هر ګوټ کې چې پیرودونکي ورته لاس رسې لري، کولی شي تولیدي توکي د یو سمپل یا نمونې په توګه خوښ کړي.
نوعمومآ آنلاین بازارموندنه کاروبارونو لپاره یوحیاتي ارزښت لري، کاروباریان باید لومړي قدم کې د یوې سېمې خلکو ضرورتونه وپېژني، ورپسې د هغوی د ضرورتونو سره سم توکي تولید کړي او بیا یې د خرڅلاو لپاره بازارموندنه وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.