د ښځينه وو نړیوال شل اوریز جام او مخکښې لوبډلې یې.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ښځينه وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام د فبروري په ۲۱ مه د جمعې په ورځ د اسټرالیا په کوربتوب د لس لوبډلو په ګډون پیل شوی دی.
اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، تایلېنډ او سریلانکا ښځينه کرکټ لوبډلې په دغه جام کې لوبېږي.
د دوشنبې ورځې تر ماسپښین پورې په دغه جام کې ټولې ۵ لوبې شوې وې، چې لومړۍ لوبه هند له اسټرالیا څخه په ۱۷ منډو د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱ مه نېټه وګټله.
دویمه لوبه ویسټ انډیز له تایلېنډ څخه په ۷ وېکټو د شنبې په ورځ د فبروري په ۲۲ مه وګټله، درېیمه لوبه د فبروري په ۲۲ مه نیوزیلېنډ له سریلانکا څخه په ۷ وېکټو وګټله.
څلورمه لوبه د فبروري په ۲۳ مه نېټه سویلي افریقا له انګلستان څخه په ۶ وېکټو وګټله او پنځمه لوبه د فبروري په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې اسټرالیا په ۵ وېکټو وګټله.
د نومرو جدول او مخکښې لوبډلې

لس لوبډلې په دوه الف او بې ګروپونو وېشل شوي دي، چې الف ګروپ کې نیوزیلېنډ، هند، اسټرالیا، بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې شاملې دي.
بې ګروپ کې ویسټ انډیز، سویلي افریقا، پاکستان، انګلستان او تایلېنډ لوبډلې ګډونوالې دي.
په الف ګروپ کې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله د ۲ نومرو په لرلو سره لومړۍ، د هند لوبډله د ۲ نومرو په اخیستلو سره دویم، اسټرالیا د ۲ نومرو په لرلو سره درېیم، بنګله دېش نومرې صفر دي، څلورم او د سریلانکا نومرې هم صفر دي او پنځم نمبر لوبډله ده.
په بې ګروپ کې ویسټ انډیز د ۲ نومرو په لرلو سره لومړۍ ده، سویلي افریقا لوبډله د ۲ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم، پاکستان، انګلستان او تایلېنډ ورپسې لوبډلې دي، چې درېیم، څلورم او پنځم مقامونه یې خپل کړي دي.
د ښځينه وو نړیوال شل اوریز جام کې ټولې ۲۳ لوبې کېږي او اووم پړاو لوبې یې په اسټرالیا کې روانې دي او د مارچ میاشت په اتمه نېټه پای ته رسېږي.
د ښځینه شل اوریزو جامونو اتلولي څلور ځلې اسټرالیا، یو ځل انګلستان، یو ځل افریقا ګټلي او سږ کال ګورو چې اتلولي یې کومه لوبډله اخلي.