د رڼا لودین لیکنه
د ښځې د نړیوالې ورځې په پار راځئ، یو ډیره عامه او جدي ستونزه یاده کړو او هغه په لارو کوڅو کې د ښځو د مصونیت مسله ده.
په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورونو په اړه په وروستیو کې په بیلابیلو بڼو د کابل یو شمیر میرمنو او نجونو اعتراضونه وکړل. څوک لاریونونو ته راووتلې او چا اوسپنیزې جامې د اعتراض په توګه په تن کړې.
زه په دې اړه چې ایا دا ډول اعتراضونه سم و کنه څه نه وایم . خو راځئ یو ټکی ټول افغانان نارینه او ښځې ومنو چې زموږ د ښارونو لارې او کوڅې د ښځو لپاره خونديتوب ته اړتیا لرې . راځئ دا ومنو چې دم ګړۍ دا لارې کوڅې د ښځو لپاره خوندي نه دي . په دې کوڅو کې ان هغه کلیوالې ښځې چې ناروغه دي او د درملنې لپاره ډاکتر ته ښارونو ته راځي او ځانونه یې په شل رنګه څادرونو کې پوښلې وي هم د کوڅه ډبو ځوانانو له ازار او اذیت په امن کې نه دي .
په لارو کوڅو کې ښځو ته ستغې سپورې ویل ، په هغوی پسې نارې او پرزې ویل او یا په فزیکي توګه لاس ور اچول نه په اسلامي او نه په کلتوري توګه سم کار ګڼل کیږي . همدارنګه د نړۍ هیڅ مدني قانون هم داسې کړنو ته اجازه نه ورکوي، او هغه لویدیځې ټولنې چې موږ یې له اخلاقي پلوه منحرفې بولو، په لارو کوڅو کې یې ښځې او نجونې په پوره خوندیتوب او ډاډ ګرځیدلی شي، خو زموږ په ټولنه کې بیا داسې نه ده.
یو شمیر په دې ناسم پوهاي کې پاتې دي چې دا د نورو د کورنیو ښځې دي چې ځورول کیږي او د دوی د کورنۍ له ښځو سره داسې چلن ممکن نه دی . خو دا تصور بې ځایه دی.
ددې هیواد هر کورنۍ له ښځو او نارینه و جوړه ده او که د ښارونو کوڅې چې زموږ ګډ لوی کورونه دي همداسې نا امنه او د ښځو لپاره ناخوندي وي د هر چا خور، لور ، میرمن، ورندار، وریره ، او یا بله کومه نږدې خپلوانه له همداسې چلن سره مخ کیدای شي . ان که اوس مو د کورنۍ ښځې په کور هم ناستې وي خو دا مه هیروۍ چې ښايي ټول عمر همداسې په کور ناستې پاتې نه شي او یوه ورځ یې له کوره بهر د وتلو اړتیا پیښه شي.
دم ګړۍ زموږ ګڼ ښارونه د ښځو او نجونو لپاره هغه ځنګلونو ته ورته دي چې په کې د یوې ښځې لپاره په هر پل او هر ګام د وحشت ویره ده. له دې ویرې ګڼو نجونو ښونځیو او پوهنتونونو ته تګ پریښی . ناروغانې له ویرې ډاکتر ته نه ځي او نرسانې د ځورونې له ویرې کار ته نه حاضریږي.
که وروستي اعتراضونه پر ځای نه ګڼئ نو بیا پر نورو لارو چارو غور وکړئ څو د ټولو ښځو لپاره پرته له توپیره او پرته له دې چې ووایو څوک ښه او خرابه ده زموږ د ښارونو لارې کوڅي خوندي شي.
په دې برخه کې تر ښځو زیاته هغه نارینه مرسته کولای شي چې دا ستونزه یې درک کړې او د یو جدي ټولنیزې ستونزې په توګه یې منلې ده. که د یوې انجلۍ له خوا په ښار کې د اوسپنیزو جامو د اغوستلو او د یو شمیر نارینه وو له خوا د چادریو د پر سرولو سنبولیک اعتراضونه پر ځای نه بولئ نو ددې ټولنیزې ستونزې د هواري لپاره له نورو ټول منلو لارو چارو سره رامخکې شئ . څه کولای شئ چې ددې ناوړه پدیدې مخه ونیسئ؟
یاد لرئ ! که نن تاسو ګورئ چې څو کوڅه ډب ځوانان په ښار کې په ښځو پسې تر کوره ځغلې او ځوروي یې ، داسې ورځ هم ممکنه ده چې دا کوڅه ډب ستاسو د کورنۍ ښځمنې، ښونځې ته روانې لوڼې د کور تر دروازې تعیقیب کړې او یا یې په ټیلفونونو کې وځوروي .
دا کوڅه ډبې ځوانان که نن د بل چا خور ، مور په ټیلفون کې ځوروي او ستغې سپورې ورته وايي ، دا هم ممکنه ده چې یوه ورځ ستاسو خور یا مور ته په هغه ټیلفون کې ستغې سپورې ووايي چې تاسو ورته د کورنۍ له غړیو سره د اړیکو لپاره اخیستی . راځئ په ګډه هڅه وکړو چې ښارونه مو د ښځو لپاره له وحشت ډګ ځنګلونه نه بلکې له مدنیت او درنښت ډکې لارې کوڅې و اوسي او په ډاډه زړه په کې له خپلې کورنۍ سره ساه واخلو .
کنه کوڅه ډب ځوانان د هر چا د دروازې تر مخ دریدلی او د هرې افغانې ښځې پر ټیلفون د ستغو سپورو لپاره زنګ وهلی شي …