د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په خورا مهم او حساس پړاو کي دی.
هره لوبډله غواړي ځان تر ۴ غورو پوري ورسوی، د چينای او ډهلي په څير پلې اف کي ولوبيږي.
تيره شپه د ياد ليګ په ۴۸مه لوبه کي سنرايزر حيدر اباد او کينګز ايليون پنجاب سره مخ سوه.
يوځل بيا ۳ افغان لوبغاړو ته چانس ورکول سوی وو.

20190430 063641 1 د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.
د لوبي پچه پنجاب وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
حيدر اباد په شل اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۳ منډي هدف وټاکی.
ډيويډ وارنر ۸۰، ساها ۲۸، منيش پانډې ۳۶، محمدنبي ۲۰ او ويليمسن ۱۴ منډي وکړې.
د پنجاب لپاره مورګن اشوين او ارشديپ سينګ يوه يوه وکيټه ، محمدشمې او رويچندرن اشوين بيا دوې دوې وکيټي ترلاسه کړې.
IMG 20190430 073628 د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.
خو مجيب الرحمن چي تر زخمي کيدو وروسته يو ځل بيا اخيستل سوی وو،ډيره بدبخته شپه يې تيره کړه.
مجيب په ۴ اوورونو کي ۶۶ منډي ورکړې خو هيڅ وکيټه يې ترلاسه نکړه.
د ۲۱۳ منډو هدف د پوره کولو لپاره پنجاب هم بريدګره توپوهنه پيل کړه،خو ګيل يې ډير ژر د لاسه ورکړ.
لوکيش راهول ۷۹ ،کرکيس ګيل ۴، اګروال ۲۷،پوران ۲۱ او ډيويډ ميلر ۱۱ منډي وکړلې.
FB IMG 1556588980701 د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.
پنجاب په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۷ منډي وکړې او د لوبي تر بريا ۴۵ منډي واټن پاته سو.
د حيدر اباد لپاره راشدخان يوځل بيا په زړه پوري توپ اچوونه ترسره کړه.
راشدخان په ۴ اوورونو کي ۲۱ منډي ورکړې ، ۳ مهمي وکيټي يې ترلاسه کړې,او پدې سره يې د IPL په ۳ کلن سفر کي خپلي ۵۰ وکيټي پوره کړې.
IMG 20190430 073040 د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.
خليل احمد په ۴ اوورونو کي ۴۰ منډي ورکړې او ۳ وکيټي يې ترلاسه کړې، سنديپ شرما بيا ۲ وکيټي ترلاسه کړې.حيدر اباد په ۴۵ منډو پنجاب ته ماته ورکړه.
ډيويډ وارنر د لوبي غوره لوبغاړی سو او راشدخان بيا د لوبي د بدلوونکي لوبغاړي جايزه وګټله.
وارنر په سږ کال IPL کي ۶۹۲ منډي وکړې ، نور يې د حيدر اباد سره خپل سفر ختم کړ ، اسټراليا ته ځي او د نړيوال جام لپاره تمريناتي کمپ سره يوځای کيږي.
FB IMG 1556588944281 د ډيويډ وارنر ۸۰ منډو او د راشدخان ۳ وکيټو پنجاب لوبډله کښته وغورځوله.
حيدراباد په ۱۲ لوبو کي ۶ لوبي ګټلي د جدول په څلورم ځای کي قرار لري.
او پنجاب لوبډلي بيا په ۱۲ لوبو کي ۵ ګټلي او د څلورم ځای څخه شپږم ته وغورځيدله.