د چین له کنټروله وتلی فضايي سټیشن پر مځکه راپریوزي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د فضايي چارو کارپوهان وايي، چې د چین هغه فضايي سټیشن چې له کنټروله وتلی دی، د مځکې خواته روان دی دی او ښايي په راتلونکې اونۍ کې پر مځکه راغورځیږي.
اینجنرانو په دې اړه د دقیق وخت له ښودلو ډه ډه کړې چې کله به د چین ( تیانګانګ ۱) فضايي سپوږمکۍ له مداره راووځي. خو د اروپا د فضايي ادارې په وینا د مارچ له دیرشمې نیټې د اپریل تر دریمې نیټې موده کې به پر مځکه راپریوزي.
نړۍ له اوږدې مودې راهیسې دا چینايي فضايي سپوږمکۍ چې ( اسماني ماڼۍ ) یې هم بولي څاري. اوس دا بیخي روښانه شوې چې ددې فضايي سټیشن اینجنرانو پر سټیشن کنټرول له لاسه ورکړی او شی پر مځکه د راپریوتو په حال کې دی.
خو دا چې لویدیځ فضايي کارپوهان ددې سپوږمکۍ د دقیق موقیعت، لارې او دا چې څه په کې دي په اړه کم معلومات لري، نو دا ګرانه ده چې د راپریوتو دقیق وخت یې وښودل شي.

دا هم تر اوسه ګرانه ده چې د لویدو دقیق ځای یې وښودل شي، او فضايي څیړونکي په دې هم نه پوهیږي چې د چین دا له کنټروله وتلې فضايي سټیشن به څومره زیان واړوي.
د اروپا د فضايي څیړنو یو متخصص وايي” دا ډیر امکان نه لري چې رالویدونکې مصنوعي سپوږمکۍ به پر مځکه د لویدو پر مهال د چا پر سر پریوزي. خو کله چې راپریونه بیا خطر پېښولی شي. ځکه معلومه نه ده چې څه او کوم مواد په کې دي او ډیر احتمال شته چې زهرجن مواد له ځان سره راښکته کړي“
څیرونکو خبرداری ورکړی چې که هر چیرې دا سپوږمکۍ راپریوته، نو نژدې مه ورځئ او کار وسره مه لرئ. څیړونکي دا هم وايي چې ښايي د سپوږمکۍ د مځکې اتومو سپیر ته د اخلیدو پر مهال هوا کې چاودنه وکړي او وړې وړې ټوټې یې پر مځکه پریوزي.
نو تاسو هم پام کوئ…

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.