ژباړه: مریم محمدي
یو شمیر خلک د چرګ غوښه ډیره خوري. د چرګ غوښه د نور, غوښو په پرتله د زر پخیدو تر څنګ روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري.
تاسو به د غوښو له ګټو ډیر یا لږ خبر یاست، همدارنګه د چرګ غوښه به مو د یخني (شوروا) سربیره په بیلابیلو ډولونو پخه کړي هم وي، نن درته د چرګ غوښه له پالک سابو سره پخوو، د زده کړې لپاره یې دا متن لر پایه ووایئ:
اړین مواد
– د چرک غوښه، یوه کیلو
– پالک سابه، دوه ګیډۍ
– پیاز، یودانه
– رومیان، درې دانې
– هوګه، دوه دانې
– لیمو، دوه دانې
– غوړي، د ضرورت په اندازه
– مالګه / کورکمن / تور مرچ – وچه دڼیا د اړتیا وړ
د پخولو طریقه
کله چې د اړتیا وړ مواد تیار شول، غوښه په لږو ګرمو اوبو باندې ووینځئ، دا کار په دې کې درسره مرسته کوي چې غوښه زر پخه شي.
لومړی یو دیک په نغري ( ګاز، برقي منقل) یعنې هر هغه سهولت چې تاسو د پخلي لپاره په کور کې تر استفاده کوئ، په هغه یې کیږدئ، بیا غوړي ورواچوئ، غوړي چې ښه ګرم شول بیا ورته هوګه او غوښه یو ځای واچوئ، تر څو غوښه سره شي. وروسته پیاز او کورکمن په دیک کې اضافه کړئ چې سره شي، د پیاز له سره کیدو وروسته رومیان هم واچوئ، کله چې رومیانو خپلې اوبه وچې کړې، دلته تاسو ته معلومیږي چې د دیګ غوړي سره ته راځي، نو له سره دیګ سور شوی او اور یې بند کړئ.
په بل دیګ کې پالک سابو ته جوش ورکړئ چې پاخه شي، کله چې پالک سابه نرم شول بیا یې را واخلئ، اوبه یې لرې کړئ، بیا یې له غوښې سره یو ځای کړئ، لیمو ګرد ګرد میده کړئ، دا هم ورسره واچوئ. له ۵ تر ۷ دقیقو لپاره د دیګ سر بند کړئ او په نرم اور یې کیږدئ، چې ټول مواد یو له بل سره جذب شي.
کله چې د دیګ سر مو خلاص کړ، په دې وخت کې تور مرچ او وچه دڼیا واچوئ چې د خوړو ذایقه ښه کوي.
خواړه پاخه دي کوښښ وکړئ چې په سپین مشقاب کې یې تیار کړئ، چې د خوند تر څنګ به ښکلی رنګ هم ولري.
خواړه تیار دي کولای شئ د کورنۍ له غوړو یا هم له دوستانو سره یې یو ځای نوش جان کړئ.