د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره تړلي پنځه نښې چې په پښتنو ځوانانو کې بدلون ښيي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ضیا الرحمن لیکنه، سما ټي وي
له اردو ژباړه: بهرام خیل
لومړی ؛ په عامه توګه په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې چې کله دا ډول سترې غونډې او مظاهرې جوړیږي، نو سیاسي ګوندونه عموما د ځايي خانانانو، جاګیردارانو او ټیکه دارانو پر وسایلو او سرچینو تکیه کوي. د غونډو لپاره له کلیو او بانډو خلکو راوستل کیږي او هغوی ته ترانسپورت هم برابریږي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې د ورځې په ستره غونډه کې پر هیڅ جاګیردار، ټیکه دار، خان ، ځايي زورور حساب نه و کړی، هم یې غونډې ته خلک خپله راغلي وو، او هم یې د لګښتونو لپاره پیسې ځوانانو خپله په چنده ټولې کړې.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غونډې ګډونوال چنده ورکوي

دویم : په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو له هماغه پیل راهېسې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستاني رسنۍ دې احتجاج ته کوریج نه ورکوي. هماسې چې د کراچۍ د پولیسو له خوا د بې ګنا وژل شوي پښتون زلمي  نقیب مسید د وژل کیدو قضیه په انلاین رسنیو کې راپورته شوه، د پښتون ژغورنې غورځنګ هم ډیره تکیه په ټولنیزو رسنیو، فیسبوک او ټویټر وکړه، او دا وسایل پښتنو ځوانانو ددې غورځنګ لپاره ښه وکارول، په ځانګړې توګه د پېښور د غونډې نه مخکې یې ددې غونډې د جوړولو لپاره ترې موثره ګټه واخیسته.
درییم : د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوزه پښتونخوا کې د هغو ځوانانو په منځ کې چې ښځینه هم په کې شاملې دي پراخ ملاتړ تر لاسه کړ چې دغلته د پښتنو له سنتي قام پرستو ګوندونو لکه عوامي نیشنل پارټۍ یا پښتونخوا عوامي ګوند او نورو سره تړلي . همدارنګه د کوزې پښتونخوا د منځنۍ طبقې خلک، په سوات او قبایلو کې د پوځ او طالبانو له خوا زپل شوي خلک، او نور له جګړې او ناامنۍ ستړي خلک هم ددې غورځنګ ملاتړي شول.
څلورم: د نشنل عوامي ګوند خپل پلویان د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې له ګډون څخه منعه کړي وو. خو ددې ممناعت سربیره ددې غونډې یو یاد شمیر ګډونوال د همدې ګوند غړي وو.( دې څرګنده کړه چې نور خلک دغلته پر سنتي او پارلماني قوم پرستو ګوندونو باور نه لري.“ پر دې سربیره د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر ضد په پېښور او نورو سیمو کې ځینې مذهبي ګوندونو له خوا وړې مظاهرې هم وشوې او ددې غورځنګ مشران یې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو اجنټان وبلل خو په غونډه کې لسګونه زره کسانو ګډون وښوده چې دې هڅو هیڅ ډول نتیجه نه ده ورکړې.
په واشینګټن کې پښتانه ځوانان د پښتین د خولیو سره د نوموړې په ملاتړ راوتلي

پنځم: د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ځوان مشر منظور پښتین خولۍ چې په اصل کې مزارۍ خولۍ ده، ددې غورځنګ له پیلیدو سره ډیره مشهوره شوه. دا خولۍ چې اوس یې په ځینو نویو ساختونو د پشتین لفظ هم لیکلی دی له هغې ورځې چې منظور پشتین په اسلام اباد کې د پرلت پر مهال راڅرګند او ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پام ور واوښت، د پښتنو ځوانانو او ان نجونو تر منځ عامه شوه. دا خولۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ملاتړو په یو علامت بدله شوه، په کوز او برو پښتنو کې هلکانو او نجونو له دې خولیو سره عکسونه واخیستل او پر ټولنیزو رسنیو یې شریک کړل. دوی په دې توګه د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر منظور احمد پشتین د مبارزې ملاتړ په ډاګه کړ. دې خولۍ او په یو علامت بدلیدو یې په تبلیغاتي برخه کې یې له دې غورځنګ سره ډیره مرسته وکړه.