د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د سیالیو مهال ویش کې بدلون راغی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: ابوبکر علیزی
پاکستان کرکټ بورډ وایي چې د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ سیالۍ ټاکل شوې وي چې په لومړۍ، دویمه او څلورمه تر سره شي، خو اوس په دغه مهال ویش کې بدلون راغلی دی.
داسې ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به د کراچۍ د کرکټ په نړیوال سټډیوم کې ترسره شي.
اوس پي سي بي (پاکستان کرکټ بورډ) وایي چې د دغه سیالیو وروستۍ سیالي به له ټاکلې وخت وړاندې د څلورم پر ځای په دريم تاریخ تر سره شي.
په مهال ویش کې له تغیر وروسته به اوس د پاکستان او ویسټ انډیز درې واړه لوبې په مسلسل ډول تر سره شي او کومه وقفه به پکې نه وي.
پاکستان کرکټ بورډ وایي دا فیصله یې ځکه کړې چې په ۴ تاریخ په دغه هیواد کې د پیپلز ګوند د بنسټ ایښودونکي ذوالفقار علی بهټو کلیزه ده.
بورډ وایي؛ د سند حکومت ورنه غوښتي تر څو د لوبو په مهال ویش کې تغیر راولي او په همدې اساس یې دريېمه لوبه رامخته کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ کلونه وروسته د ویسټ انډیز کرکټ بورډ دې ته راضي کړی، تر څو ورسره په پاکستان کې سیالۍ تر سره کړي.
که چېرته ویسټ انډیز کرکټ لوبډله پاکستان ته لاړه شي او هلته د دغه هیواد له لوبډلې سره سیالۍ تر سره کړي، نو دا به له افغان لوبډلې وروسته دویمه نړیواله لوبډله وي چې دغه هیواد کې له کلونو وروسته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کوي.
له کله چې په دغه هیواد کې د سریلانکا په کرکټ ټیم برید وشو، له هماغې ورځې دغه هیواد ته هیڅ نړیواله لوبډله د ورتګ زړه نه ښه کوي.
همدا اوس هم د پي سي بي مسؤلین په دې بوخت دي تر څو نړیوالې لوبډلې او لوبغاړي دې ته قانع کړي چې پاکستان ته ورشي او د هغوی لپاره داسي وښيي ګنې په دغه هیواد کې یې د ژوند لپاره هیڅ کوم خطر نشته.
نو د پاکستاني بورډ په همدې هڅه دا ځل هم د پاکستان سوپر لیک د دغه هیواد په کراچۍ ښار کې تر سره کیږي.