د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي مېرمن او د هندوستان د ټینس لوبې مشهوره ستورې ثانیه مېرزا وایي چې د اولاد زېږول ورته مهم دي، خو ددې معنا به ونه لري چې دا دې خپل سپورتي ژوند ته د پای ټکی کیږدي.
ثانیه مېزرا د هندوستان ده، د ټینس مشهوره لوبغاړې ده او د پاکستان د کرکټ ستوري شعیب ملک سره يې په ۲۰۱۰مېلادي کال کې په سنرایزر حیدراباد کې واده وکړ.
خو دا د ثانیه مېرزا لومړۍ خاوند نه وو، تر دې وړاندې یې د خپل ماشومتوب له ملګري سهراب مېرزا سره په کال ۲۰۰۹ کې کوژده کړې وه، خو د دوی اړېکو زیات دوام نه و کړ او ورپسي یو کال وروسته یې پاکستاني شعیب ملک سره واده وشو.
تېره میاشت کې شعیب ملک او ثانیه مېرزا په ټولنیزه رسنۍ کې خپل کور ته د یوه نوې مېلمه د راتګ زیری خپلو مینوالو ته ورکړ، او دوی ویلي ول چې کور ته یې نوی مېلمه را روان دی چې نوم به یې مېرزا ملک وي.
په ۲۰۱۵ کې د ثانیه میرزا د یوې لوبې بریا؛
د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې ثانیه مېرزا له حیدراباد څخه د ټیلفون پر لیکه خبرو کې دا خبري کړي او ویلي دي که یې ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولي، نو له لومړنی کار چې دا به یې ترسره کوي، هغه به ژر تر ژر بیرته سپورتي ژوند ته ستنېدل وي.
نوموړې دغه زار په تېر کې په ټینس لوبه کې د دې نشتون وجه هم خپلو مینوالو ته ښکاره کړې او زیاته کړې یې ده چې هغه د پښې د زنګون ټپ له امله یو څه موده له لوبې لرې پاتې شوې وه.
ثانیه ویلې چې ډاکټرانو ورته د اوږدې مودې د استراحت توصیه کړې، نو ځکه ډېره موده له ټینس څخه لرې پاتې شوه.
ثانیه مېرزا زیاته کړي چې همدغه د استراحت په بهانه یې د کورنۍ سره ښه وخت تېر کړ او دا دوران یې کې د ماشوم د لرلو پرېکړه هم کړې ده.
د خپل ټپ په تړاوو وایي چې له پخوا یې اوس دردونه یو څه ښه دي، خو لا هم په سم ډول نه دی رغېدلی.
د هغې په خبره چې د اولاد شتون یې د ژوند مهمه برخه ده او اولاد ورته زیاته اهمیت لري خو مطلب به یې دا نه وي چې د اولاد لپاره دې خپل سپورتي ژوند پریږدي او د ټینس له لوبې سره دې مخه ښه وکړي.
نوموړې وایي چې د ماشوم پیدایښت د هرې مېرمنې د ژوند یوه برخه ده، خو په پيدا کولو سره یې مېرمن باید د دې په ځای چې کمزورې شي باید لا د مسؤلیت احساس وکړي.
ثانیه مېزرا وایي، د ماشوم له پیدايښت وروسته به سمدلاسه ټینس لوبې ته ستنيږي او د ټوکیو په اولمپیک سیالیو کې چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ مېلادي کال کې تر سره شي برخه واخلي.
نوموړې وایي چې ټولو هغو لپاره به یو ښه مثال شي چې د ماشوم د پيدایښت لپاره یې د خپل هنر سره خدای پاماني کړي وي.