د ټیسټ د تاريخ يوبل ريکارډ د راشدخان په نوم سو!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
اصغر افغان تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو .
ګلبدين نائب د يو ورځنيو،راشدخان د شل اووريزو او همدارنګه رحمت شاه د ټيسټ کريکټ لوبډلمشر وټاکل سو.
رحمت شاه په خپلي لوبډلمشرۍ کي هيڅ لوبه ونه کړله او راشدخان هم د شل اووريزو لوبو د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو.
خو لاهم جنجالونه روان وه ،ګلبدين نائب يوازي د نړيوال جام تر وروستيو لوبډلمشر پاتي سو، او وروسته تر ډيرو ناندريو راشدخان د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي د ټولو برخو لوبډلمشر وټاکل سو.
rrrrrr 903x4383252560799924199912 1 د ټیسټ د تاريخ يوبل ريکارډ د راشدخان په نوم سو!
ځينو دا پريکړه وغندله او ځينو يې هر کله وکړ.
په هرصورت؛ راشدخان د بنګلديش په وړاندي په ټيسټ لوبه کي د لوبډلمشر په حيث ټاس پورته کړ، چي دا مهال نوموړی د ۲۰ کلونو او ۳۵۰ ورځو په عمر وو.
fb img 15676746772037554621108747388899 1 د ټیسټ د تاريخ يوبل ريکارډ د راشدخان په نوم سو!
د ټيسټ کريکټ په تاريخ کي تر ټولو کشر او ځوان لوبډلمشر ټاټينډا ټایبو وو چي د ۲۰ کلونو او ۳۵۸ ورځو په عمر د زيمبابوې لپاره د سريلانکا په وړاندي ټيسټ لوبه کي ټاس پورته کړ.
img 20190904 1925433494624833110624711 1 د ټیسټ د تاريخ يوبل ريکارډ د راشدخان په نوم سو!
او په دريم مقام کي ماک پټوډي د ۲۱ کلونو او ۷۷ ورځو په عمر وو.
خو اوس مهال راشدخان دا ريکارډ په خپل نوم ثبت کړ او په دې ځوان عمر کي داسي بريښي چي پر لوبډله برلاسی دی او لوبغاړي يې په مرال کي دي.
راشدخان تر ټاس پورته کولو وروسته ويلي وو وياړم چي په کم عمر کي لوبډلمشر سوم او موږ به په پوره کوښښ سره ښه لوبه کوو.