د ټیکنالوژۍ په برخه کې لس مخکښ هېوادونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عبید ناصري
په ۱۹۴۵ زېږديز کال کې، کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، زیات شمېر هېوادونه په ډېر بد حالت کې وو. پر جاپان اټومي بمونه غورځول شوي وو، جرمني ټول قوت له لاسه ورکړی و او هند له برېټانیا د خپلواکۍ اخیستلو تمه لرله.
خو په دې وروستیو لسیزو کې ډېر څه بدل شول. که تاسو په ۱۹۴۵ کال کې په ټکنالوژۍ کې د مخکښو هېوادونو کوم لېست جوړولی او له اوسني سره مو پرتله کولی، ډېر تعجب به مو کړی و. د هند او جاپان لپاره دا اړینه وه څو خپلو هېوادوالو ته په راتلونکي کې ښه فرصتونه چمتو کړي. دوی دې موخې ته رسېدل يوازې د ټکنالوژۍ په پراختيا کې شوني بلل.
په حقیقت کې، دا به کومه اشتباه نه وي که ووایو چې ټکنالوژۍ زموږ په ژوند کې انقلاب راوستی. د مېټرو له مقناطیسي کارتونو نیولې د پوهنتونونو تر بارکوډ لرونکو پېژندکارتونو، ډېر څه بدل شوي دي. اوس د مرمۍ په څېر چټک اورګاډي او اتومات موټر شته چې په اسانۍ سره پرې مزلونه لنډېدلی شي.
خو دا اسانتياوې د نړۍ ټولو هېوادونو ته په برابره توګه نه دي چمتو شوې، دلته د لسو هغو هېوادونو يادونه کوو، چې په ټکنالوژۍ کې مخکښ دي.
امریکا
پیاوړی اقتصاد له ځان سره سترې لاسته راوړنې لري. GPS په لومړي ځل د امریکایي پوځونو له خوا جوړ شو، هغه ټکنالوژي چې اخر موږ ته هم را ورسېده او په ډېرې اسانۍ سره ترې په موبایل، موټر، او نورو الکټرونيکي وسایلو کې ګټه اخیستی شو. امریکا نړيوال جال (انټرنېټ) هم اختراع کړی. د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویې کمپنۍ لکه Google، Facebook او Apple هم د امريکايانو دي. له همدې امله د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کې لومړی ځای امریکا خپل کړی.
جاپان
جاپان د ختیځې اسیا تر ټولو ستر ځواک دی. په نړۍ کې د هستوي ټکنالوژۍ، رباټ جوړونې، بوختيا، انځورګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د پام وړ ځای لري. دغه هېواد څو مشهور برنډونه لري چې ټوله نړۍ يې تسخير کړې ده. د نړۍ داسې هېواد به نه وي چې هلته د جاپاني کمپنيو Nintendo، Canon، Mitsubishi، Sony او Toyota محصولات نه وي. له همدې امله جاپان په ټکنالوژۍ کې د مخکښو هېوادونو په لېست کې دویم مقام لري.
هند
هند د نفوس له پلوه د نړۍ دويمه درجه لوی هېواد دی. د دغه هېواد خلک د موبایل د تولید او ټکنالوژۍ په برخو کې ځانګړی استعداد لري. هنديان له خپل هېواده بهر هم د ټکنالوژۍ په برخه کې د کار کولو، محاسبې او پېرودونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځانګړی شهرت لري. هند په نړۍ کې د موبایل اپليکېشنونو د جوړونې او الکټرونیکې سوداګرۍ په برخه کې هم لومړی مقام لري. همدې ټولو مواردو ته په کتو هند د ټکنالوژۍ په برخه کې درېيم مقام خپل کړی دی.
اسرائیل
اسرائیلو د ټکنالوژۍ ډېرو کمپنيو ته د فعاليت زمينه برابره کړې، چې له امله يې دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې څلورم مقام ګټلی دی. اسرائیل د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو لکه؛ د پوځي او ملکي کوچنيو الوتکو، سټلایټونه او د روغتيايي ماشينرۍ په توليد کې لوی لاس لري. Waze (GPS) سیسټم د ټکنالوژۍ په برخه کې د اسرائيلو تازه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
چین
دغه پراخ او ګڼ نفوسه هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې پر نړۍ د واکمنۍ اوږده تجربه لري. چین د چاپ له ټکنالوژۍ نيولې د کاغذ جوړولو تر صنعته په ټولو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري. د ټکنالوژۍ په برخه کې د چين محصولات لږ بيه او ښه کيفيت لري، کارځايونه يې په پياوړو او مسلکي کارکوونکو ډک دي. د چين بله ځانګړتيا دا هم ده چې خپل محصولات یې د نړۍ نږدې ټولو کورونو ته ور رسولي دي. دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې پنځم مقام لري.
سنګاپور
سنګاپور کوچنی هېواد دی، خو د ټکنالوژۍ په برخه کې يې لاسته راوړنې د نړۍ له لويو هېوادونو سره برابرې دي. د دغه هېواد بانکي سيسټم په ټوله نړۍ کې ساری نه لري. دغه راز د ټکنالوژيکي وسايلو په توليد او د معلوماتي او اړيکتيايي ټکنالوژۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. همدا دليل دی چې سنګاپور د ټکنالوژۍ له پلوه د نړۍ شپږمه درجه هېواد ګڼل کېږي.
کاناډا
دا کم نفوسه هېواد د ټکنالوژۍ د لويو کمپنيو Blackberry، Hootsuite Media او Shopify ټاټوبی دی. د کاناډا د زده کړو په سیسټم، څېړنو او پراختیايي پروژو باندې لويې پانګونې کړې او په مختلفو برخو کې يې د پرمختللې ټکنالوژۍ کارېدو ته لاره هواره کړې ده. همدې خلاقیت او نوښت ته په کتو کاناډا د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کې اووم ځای خپل کړی دی.
جنوبي کوریا
جنوبي کوریا د وروستیو څو لسیزو په لړ کې په تکنالوژۍ کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. دغه هېواد د ټکنالوژيکي وسايلو د توليد ډېرې کمپنۍ لري، خو تر ټولو مشهورې هغه یې SAMSUNG او Hyundai دي. جنوبي کوریا د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کې اتم ځای لري.
جرمني
که تاسو فکر کوی چې د جرمني ټکنالوژي به یوازې موټر جوړول وي، یو ځل بیا فکر وکړئ! ځکه دغه هېواد په انجینیرۍ، زيربناوو، علمي څېړنو، درمل جوړونې او پوځي ټکنالوژۍ کې هم مخکښ دی. د جرمني پياوړی صنعت او له نوښتونو ډک تاريخ د دې سبب شوي، چې دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې نهم مقام خپل کړي.
روسیه
دغه پخوانی زبرځواک هېواد د سپوږمکیو او پوځي ټکنالوژۍ په برخو کې مخکښ دی. روسيه د پوځي الوتکو او ټرانسپورټي وسايطو د تولید په برخه کې خورا ښه نوم لري. همدې مسئلې ته په پام، د ټکنالوژۍ په برخه کې د مخکښو هېوادونو د لېست لسمه درجه دغه هېواد ته ورکړل شوې ده.
دا لیکنه لومړۍ مسیر ورځپاڼې خپره کړې او موږ یې د هغوی په اجازه بیا خپروو

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.