د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: مدثر دعوت
افغانستان خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه د جون په ۱۴ نيټه د پنجشنبې په ورځ د هندوستان سره په بنګلور کې پيلوي.
له اوس څخه ددې لوبې پيل ته د ساعتونو انتظار پاتې دی.
افغانستان څو ورځې وړاندې د شل اوريزو لوبو په لړۍ کې بنګلديش ته په ۳-۰ ماتې ورکړه، خو ټيسټ د شل اوريزو لوبو سره ډير توپير لري.
هندوستان هم د افغانستان په وړاندې د ټيسټ لوبې لپاره پوره تياری نيولی، هر کله يې د لوبغاړو په سکواډ کې تغير راځي، لکه د ساها پرځای د تجربه لرونکې دنيش کارتيک راوستل او په دې وروستيو کي يې غوره سپينر توپ اچوونکی چاهال هم په تمريناتي کمپ کې له ځان سره اخيستی.
د هندوستان ترټولو ډيره ويره د افغانستان د سپينر توپ اچوونکو راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن څخه ده، خو په توپوهنه کي يې رحمت شاه هم له پامه نه دی غورځولی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال بنګلور ته رسيدلې او د ټيسټ لپاره د تياري په موخه يې تمرينات پيل کړي.
د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې يوازینۍ لوبډله اسټراليا ده چې خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه يې ګټلې، ګورو چې افغانستان به د اسټراليا دغه ريکارډ مات کړي اوکه يا؟
ايا تر اوسه خبر واست چې د ټيسټ هيوادونو خپلي لومړنۍ لوبې کله او د چا په وړاندې پيل کړي، ګټلي يې دي که بايللي؟
ددې او نورو پوښتنو ځواب په دې ليکنه کې پيدا کولای شئ:
۱ـ اسټراليا او انګليستان
۱ د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
د ټيسټ لومړنۍ لوبه په ۱۸۷۷ز کال کې د اسټراليا او انګليستان ترمنځ ترسره شوه.
اسټراليا هماغه لوبه د ۴۵ منډو په توپير وګټل.
اسټرالياوی چارليس بنرمين لومړنی لوبغاړی شو چې په ټيسټ کي يې سليزه ترسره کړه، نوموړي په هماغه لوبه کې ۱۶۵ منډي وکړې، خو د زخمونو له کبله د ميلبورن له لوبغالي بهر ووت.
بيلي ميډوينټر لومړنی لوبغاړی شو چې پنځه ویکټې يې د ۷۸ منډو په ورکولو سره ترلاسه کړې.
د کرکټ د تاريخ لومړنۍ لوبې بريا د اسټراليا په نوم ثبت شوه.
۲ـ ويسټ انډيز
۲ 2 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
ويسټ انډيز په ۱۹۲۸ز کال کې خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه په لارډز لوبغالي کې د انګليستان په وړاندي ترسره کړه.
انګلينډ هماغه لوبه د يوې پاړۍ او ۵۸ منډو په توپير وګټل.
انګلينډي ايرنيسټ ټيلډيسلي، په هماغه لوبه کې ۱۲۲ منډي وکړې، د مخه تردې چي لوبډله يې ۴۰۱ منډو کې وسوځيږي.
ويسټ انډيز ۱۷۷ او ۱۶۶ منډې ترسره کړې.
۳ـ سويلي افريقا
۳ 2 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
په پورټ الزابيټ لوبغالي کې سويلي افريقا خپله لومړنۍ لوبه د انګليستان په وړاندي په ۱۸۸۹ز کال کې ترسره کړه.
ډونيل په لومړنۍ ټيسټ کې د سويلي افريقا لوبډلمشر وو، خو روز بيا د سويلي افريقا لومړنی توپ اچوونکی وو، چې په ټيسټ کي يې ۵ لوبغاړي وسوځول.
انګليستان نيوزلينډ ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه.
۴ـ نيوزلينډ
۴ 3 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
نيوزلينډ خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه په ۱۹۳۰ز کال کې د انګليستان په وړاندط ترسره کړه.
ټام لاوري په ټيسټ کې د نيوزلينډ لومړنی لوبډلمشر وو، نيوزلينډي روګربلونټ د لوبې تر ټولو ډيرې ۴۵ ناسوځيدلې منډې ترسره کړې.
هماغه لوبه انګليستان په ۸ ویکټو له نيوزلينډ څخه وګټل.
۵ـ هندوستان
۵ 1 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
هندوستان خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه په ۱۹۳۲ز کال کې د لارډز په لوبغالي کې د انګليستان په وړاندي ترسره کړه.
هماغه لوبه انګليستان د ۱۵۸ منډو په توپير وګټله.
نايودو، د هندوستان په لومړني ټيسټ لوبه کې لوبډلمشر وو، محمدناصر د هندوستان لومړنی توپ اچوونکی وو، چې پنځه ویکټې يې ترلاسه کړې.
۶ـ پاکستان
۶ 1 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
پاکستان خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه د ډهلي په ښار کې د هندوستان په وړاندې په ۱۹۵۲ز کال کې ترسره کړه.
محمدحنيف لومړنی پاکستانی لوبغاړی وو چې په ټيسټ کي يې د خپل هيواد لپاره نیمه سليزه ترسره کړه.
په هماغه لوبه کې د پاکستان لوبډلمشر عبدالقادر وو.
هندوستاني وينو منکاډ، په دې لوبه کې د پاکستان ۱۳ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان هماغه لوبه په يوې پاړۍ او ۷۰ منډو وګټله.
۷ـ سريلانکا
30lanka2 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
سريلانکا د اتم ټيسټ هيواد په حيث په ۱۹۸۲ز کال کې د کولمبو په ښار کې خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه د انګليستان په وړاندي ترسره کړه.
انګليستان لوبه د سريلانکا څخه په ۷ وکټو وګټله.
بنډولا وارناپورا د سريلانکا لوبډلمشر وو.
د سريلانکا توپوهونکو، مډوګالا،ارجونا راناټونګا او ډياس که څخه هم نيمه سليزي ووهلې خو لومړنۍ ټيسټ لوبه يې بايلول.
۸ـ زيمبابوې
۷ 1 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
زیمبابوې په ۱۹۹۲ز کال کې دهندوستان سره په هراري لوبغالي کي خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه ترسره کړه.
هماغه لوبه بې پايلي اعلان شوه، خو د زيمبابوې لوبډلمشر ډاو هوغټن په ۱۲۱ توپونو ۴۱ ناسوځيدلي منډي وکړې.
۹ـ بنګلديش
۹ 1 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
بنګلديش خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه په ۲۰۰۰ز کال کې د ډاکې په لوبغالي کي د هندوستان په وړاندي ترسره کړه.
په دې ټيسټ لوبه کې د بنګلديش لوبډلمشر نیامرالرحمن وو، خو امين الاسلام بیا لومړنی بنګلديشی وو چې په ټيسټ کي يې سليزه ووهله، ده ۱۴۵ منډي وکړې، خو بيا هم هندوستان لوبه په ۹ ویکټو وګټله.
۱۰ـ ايرلينډ
۱۰ 1 د ټيسټ هيوادونه: آیا افغانستان به د اسټراليا ريکارډ مات کړي؟
ايرلينډ اخرنۍ لوبډله ده چې تر افغانستان مخکې يې خپله ټيسټ لوبه ترسره کړه.
ايرلينډ د پاکستان په وړاندې خورا ښه لوبه ترسره کړه، خو بيا يې هم لوبه په ۸ ویکټو بايلوله.
ايرلينډي کيوين اوبراين په دويمه پاړۍ کې ۱۱۸ منډې ترسره کړې.
پاکستان په دويمه پاړۍ کې هغه مهال چې ۱۴ منډي يې کړې وې ۳ لوبغاړي يې سوځيدلي وه، خو د ۱۶۰ منډو هدف ته يې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره ځان ورساوه.