لیکنه: سمسور تلاش
ټویټر خپلو ټولو کارکوونکو ته وړاندیز کړی چې خپل پاسورډونه دې په احتیاطي توګه بدل کړي.
دې ادارې ویلي مخکې له دې چې ستاسو اکاونټ ته مشکل پيښ شي. نو خپل پاسورډونه بدل کړئ.
که چېرې ستاسو د ټویټر اکاونټ پاسورډ او نورو اکاونټونو پاسورډونه یو شان وي، نو باید ټول بدل کړئ او غوره خو یې لا دا ده چې د هر یو اکاونټ لپاره مختلف پاسورډ انتخاب کړئ.
د ټویټر اداره وایي چې تر اوسه کوم جدي ګواښ نشته، خو دا پروسه به د ضعیفه او غیرې میعاري پاسورډونه په مخنیوي کې مرسته وکړي.
پاسورډونه په عام ډول خوندي دي، خو که چیرې تاسو خپل پاسورډونه نوي کړئ او ستاسې پاسورډ د غټو تورو، کوچنیو تورو، نمبرونو او سمبولونو نه جوړ شوی وي هیڅکله به هیک نه شي.
نو په اصل کې دا پروسه د هیکرانو د مخنیوي لپاره په کار اچول شوې ده.
که چېري غواړئ ستاسو ټول اکاونټونه خوندي وي، نو د هر اکاونټ لپاره بیل، بیل پاسورډ وټاکئ د خوندي توب لپاره د ټولو ښه طریقه همدا ده.
د ټویټر لا غوره خونديتوب لپاره په خپل ټویټر اکاونټ کې two-factor authentication اپشن On کړئ.