لیکنه: حشمت الله رحمتي
حتمآ تاسې داسې زده کړیالان پیژنۍ چې د امتحان په ورځو شپو کې دومره درس نه وايي، خو بیا هم د نمرو په جدول کې د هغو شاګردانو څخه مخکې وي چې د امتحان په جریان کې ډیر درس وايي، څه فکر کوئ علت يې څه دی؟
پدې لیکنه کې درسره یو څو لازمې مشورې شریکو کومې چې تاسې سره د صنفي زده کړه کې ډیره مرسته کوي.
په مکتب او پوهنتون کې بعضې مضامین شتون لري چې د کتاب څخه نشي زده کیدای، او یا هم مونږ او تاسې د خپل علمي ژوند په جریان کې د داسې معلمانو (مکتب دوره) او استادانو(پوهنتون په دوره کې) سره مخامخ کیږو چې د هغو د امتحان پارچه یواځې د مضمون مطابق کتاب په لوستو سره نه حل کیږي، بلکې په صنف کې د استاد یا معلم څخه لازم لکچر اخیستل پکار دی.
محترمو! د استاد په نوټ پوهیدل په امتحان کې درسره ۸۰ سلنه مرسته کوي، نو په صنف کې کیناستل یو لړ اصول لري چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو:
۱- ښه لیکوال په خپل کتاب کې د ټولو موضوعاتو ترمنځ ربط ته ځانګړې پاملرنه کوي، نو هيڅکله هم غیرحاضري مه کوئ ځکه ستاسې یوه ورځ غیرحاضري نه یواځې دا چې تاسې په یوه موضوع نه پوهیږئ، بلکې په راتلونکو درسونو کې هم تاسې د مشکلاتو سره مخامخ کیږئ، په هرکتاب کې د موضوعاتو ترمنځ اړیکه شتون لري او بعضې مضامینو موضوعات خو بیا د ځنځیر په شان په یو کتاب کې درج شوي، چې د یوې کړۍ په سستیدو سره ټول زنځیر بې ارزښته کیږي.
۲- کوښښ وکړئ چې د درسي ساعت څخه یوه څو دقیقې مخکې ځان صنف ته ورسوئ ځکه په ناوخته تګ سره هم د نورو ټولګیوالو مزاحمت کوئ او هم مو خپله په روانه درسي موضوع سر نه خلاصیږي، بله دا چې د ستړیا احساس هم کوئ، ذهن مو هم ډیر ویشلی وي، نو ښه خبر دا ده چې په وخت سره خپل درسي ځای ته ځان ورسوئ.
۳- هڅه وکړئ چې په صنف کې په لومړي قطار کې کیښنئ، ددې ګټه دا ده چې لومړي قطار ته د استاد پاملرونه ډیره وي، همدارنګه د مخکې قطار زده کړیالانو نومونه هم د استاد زده وي، په اسانۍ د استاد څخه پوښتنه هم کیدای شي، لکلړ هم په ښه توګه ښکاري د استاد غږ هم ښه اوريدل کیږي، په صنف کې د منظم غوږ نیولو لپاره هم لومړی قطار یو ښه او مناسب ځای دی.
۴- د استاد د لکچر پرمهال نوټ مه لیکئ، بلکې هر کله چې مو په ټوله موضوع سر خلاص شو، نو بیا په خپلو الفاضو یو څو لنډې کرښې ولیکئ، ډیر داسې محصلین شته چې د استاد خبرو سره سم نوټ لیکي چې اصلي نوټ ترې پاتې وي بله دا چې بیا د داسې نوټ لوستل هم مشکلات جوړوي.
۵- کوښښ وکړئ چې د هرې ورځې درس مخکې د ځان سره یوځل په کور کې ولولۍ، په اړوند یې د ځان څخه یو څو پوښتنې وکړئ او د موضوع په عمومي مفهوم ځان پوه کړئ، دا کار تاسې سره د ښه نوټ اخیستلو کې هم ډیره مرسته کوي، بله دا چې د استاد سره په درس کې ځان شریک بولئ صنفي روحیه مو لوړه وي.
۶- هڅه وکړئ چې د لکچر په جریان کې د استاد مخ ته وګورئ ځکه ددې کړنې په ترسره کولو سره به تاسې پدې وپوهیږئ چې په نوټ کې څه شی د لیکلو دی او کوم ندی.
۷- طبیعي خبر ده چې د هغو استاداون په درس مونږ ښه پوهیږو چې یوڅه یې پیژنو، نو تاسې ته زما لارښونه دا ده چې د درسي دورې په جریان کې د خپل استاد سره په چکر لاړ شئ، ترڅو تاسې د هغوی سره یو څه وپیژنئ چې ددې له مخې به تاسې صنف کې د پوښتنې پرمهال د ډار احساس نه کوئ بله دا چې کولی شئ د استاد پوښتنو ته هم په ډیر لوړ جرئت سره ځواب ووایئ.