د ویسټ انډیز سترګې بیا په بنګله دیش سرې ښکاري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کوربه ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړۍ ټیسټ سیالۍ وروسته، چې پکې بنګله دیش د ویست انډیز څخه تاریخي ماتې وخوړه، دویمې ټیسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز د بنګله دیش خلاف ښه پیل کړی دی.

په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د‍ لمړۍ ورځې تر پایه د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې دي، چې پکې د کریګ بریټ ویټ د ۱۱۰ منډو وروسته شیمرون هیټ مایر په ۸۴ ناسوځیدلو منډو لا هم دویمې ورځې ته انتظار دی.

د بنګله دیش لپاره سپین بالر مهدي حسن میراز د ویسټ په څلورو سوځیدلو لوبغاړي کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.

په ویسټ انډیز کې د کوربه ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو په موخه بنګله دیشۍ لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده، چې په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې بد ترینه ماتې وخوړه.

بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف په لمړۍ ټیسټ لوبه کې د تیز بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی، په لمړي وار د ۴۳ او دویم ور په ۱۴۴ منډو جوړلو سره یې خپل ټول لوبغاړي بایللي وو او په دغه سیالۍ کې یې د ۲۱۹ منډو په توپیر سره ستره ماتې وخوړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه تیره ورځ پیل شوې ده، چې د روان سیریز وروستۍ لوبه ده او پکې به ویسټ انډیز په خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د بریا په تکل وي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ټیسټ سیالیو وروسته د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې جولاي میاشتې د ۲۲ مې نیټې څخه پیل شي، خو د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ به د روانې جولاي میاشتې وروستۍ ۳۱ مې نیټې څخه په ویسټ انډیز کې پيل شي.

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خلاف هم په ۳ شل اوریزه سیالیو کې په مسلسل ډول سره ماتې وخوړې او هم  یې اوس د ویسټ انډیز خلاف د سیالیو لړۍ په ماتې سره پیل شوې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.