د عبدالعزیز شجاع لیکنه
نا ارامه خوب او په خوب کې د ستونزو لرلو موضوع په ټوله نړۍ کې یوه ستونزه ده، نو ډیرې خلک اړ دي چې د ویده کیدلو د مخه خپل عادتونه او فعالیتونه لکه ترناوخته ویښ پاتې کیدل، سخت کار کول او نور بدل کړي، خو پوښتنه دا ده چې که یوه پلا د خوب بسترې ته ولاړئ، ویده شوئ، نو تر دې وروسته به څه پیښ شي او څه کول په کار دي؟
دا چې د کافي خوب څخه وروسته هم ستړیا، درد او نا ارامي احساسوئ، نو دا چاره د ویده کیدلو څخه د مخه عادتونو او فعالیتونو پورې هیڅ تړاو نه لري، بلکې خبره ټوله د ویده کیدلو په ډولونو پورې اړه لري.
چې داسې ده نو راځئ د ویده کیدلو دا ډولونه وپیژنو، د ښو ډولونو نه یې ګټه پورته کړو او له بدو هغو یې ځان ساتنه وکړو، ترڅو ارامه او ښه خوب وکړو:
• د خوب کولو ښه ډول: (په ملا یا ستوني ستاغ څملاستل)
کارپوهان/متخصصین ټول په یوه خوله دي او وایي چې د ویده کیدلو ترټولو ښه ډول په ملا څملاستنه ده، ځکه چې د انسان د بدن غړي لکه سر، غاړه او د ملاتیر په کې په عادي ډول د استراحت په حال کې وي، نو همدا ده چې په نوموړو غړیو زیات فشار نه وي بیا همدا چاره د ښه او ارامه خوب لامل کیږي.
• د خوب کولو ښه او بد ډول: (فیټل یا په تاوو شوې بڼه څملاستنه)
ددې ډول خوب په اړه متخصصین په یوه خوله نه دي، ځینې یې ښه او یو شمیر نور یې بد بولي. دا ډول خوب ترټولو ډیر مشهور یو دی چې کابو ۴۰ سلنه خلک یې خوښوي او په همدې ډول ویده کیږي. تر ډیره میندوارو ښځمنو لپاره ګټور دی. کله چې په دې ډول ویده کیدې نو ځان ډیر مه تاووئ، خپله زنه او زنګنونه له خپلې سینې لږ څه لیرې وساتې، ترڅو د ملا او د بندونو/مفصلونو په دردونو اخته نه شئ. تازه څیړنې ښیې چې یو بغله ویده کیدنه خلک په عصبي او رواني ناروغېو هم اخته کولاې شي.
• د خوب کولو ښه ډول: (ییرنر یا په یوه ډډه څملاستنه)
دا په یوه ډډه څملاستنه ده چې لاسونه په کې مخې ته پراته وي. دا ډول څملاستنه د ملا تختې، عضلاتو او بندونو لپاره ښه ده. برسیره پر دې دا څملاستنه د خریدا او تنفسي ستونزو مخه نیسي او په پوستکې/جلد فشار نه واردوي چې ګنځې شي.
• د خوب کولو نسبي ښه ډول: (لوګ یا په یوه ډډه څملاستنه)
دا په یوه ډډه څملاستنه ده چې لاسونه په کې مخې ته ښکته ځړیدلې وي. دا ډول خوب ترټولو لږ مشهور یو دی چې کابو ۶ سلنه خلک په دې ډول ویده کیږي. کله چې په یو څنګ ویده کیږې په داسې حال کې چې ملا مو نیغه او سیده وي د ساه لنډۍ څخه مو ژغوري. همداراز دا ډول خوب مو د ملا له درده بې غمه کوي، ځکه چې ملا یا د ملاتیر مو په کې په منظمه توګه او نیغ په استراحت کې وي.
• د خوب کولو نسبي ښه ډول: (سټار فیش یا د ستوریز ماهی په شکل څملاستنه)
د ملا په تخته داسې پریوتل یا ویده کیدل چې پښې مو اوږدې او خلاص غځیدلې وي خو لاسونه مو د سر په شا او خوا کې را ټول وي. دا ډول خوب د خریدا لپاره ښه نه دی، خو د خولې څخه د تیزابو د نه را وتو لپاره ښه بلل کیداې شي.
• د خوب کولو ښه ډول: (په چپه ډډه څملاستنه)
میندوارې ښځې باید په دې ډول ویدې شي ځکه چې دا ډول خوب په بدن او جنین کې د وینې جریان ښه کوي. دا څملاستنه میندارو ښځو سره مرسته کوي چې رحم یې د ځیګر سره و نه لګیږي او فشار پرې را نه شي. ددې ترڅنګ د زړه د سوزش او د خریدو مخه نیسي. هڅه وکړئ ډیر کلک ځان مه غونډوئ او قاتوئ چې بیا د تنفس مخه نیول کیږي.
• د خوب کولو بد ډول: (په ښیې ډډه څملاستنه)
• د خوب کولو ښه ډول: (په ښیې ډډه څملاستنه) : دا نو په هغه ډډه څملاستنه ده چې د اسلام له پلوه هم ښه بلل شوې ده. دا ډول هغو ته ښه نه دی چې د زړه له شدید سوزش څخه رنځیږي. سر ته مو نرمه او نسبتا ډبل بالښت کیږدئ،او دا بالښت باید کوږ نه وي. د ملا لاندې مو هم یو نرم بالښت کیږدئ چې کوږ نه شي او ترڅنګ یې د ډیر ارامښت په موخه خپلو پښو په منځ کې هم یو بالښت کیږدئ، هرو مرو به مو لیدلې وي چې د مساج معالجین ورته چاره ترسره کوي کله چې د مساج لپاره ور ته ورځئ!
• د خوب کولو بد ډول: (پړمخې څملاستنه)
په دې ډول خوب کې خلک داسې غځیږي چې خیټه یې لاندې او لاسونه یې د بالښت لاندې ننویستې او یا یې د سر په شا او خوا کې تاوو کړې وي. نږدې ۱۷ سلنه خلک په دې ډول ویده کیږي. دا ډول خوب ځکه ښه نه دی چې په اورمیږ/غاړه مو فشار راځي چې دا کار مو پرته له شکه نا راحته او نا ارامه کوي.