لیکنه: ابوبکر علیزی
د هند کرکټ ملي لوبډلې پر تیز توپ اچوونکي محمد شامي او پر کورنۍ یې د مېرمنې لخوا تورونه پورې شوي چې ګنې له دې سره یې له تاوتریخوالي کار اخیستي.
نوموړې پر شامعي نه یوازي د تاوتریخوالي تور پورې کړی، بلکې په هغه یې له دې او نورو نجونو د تیرایستلو تور هم پوری کړی.
هندۍ رسنۍ وایې د محمد شامي مېرمنې حسینه جهان پر ۲۷ کلن محمد شامي سخت تورونه پورې کړي، چې تیره میاشت د افریقا له سفر د ګرځيدو پر مهال یې له دې سره له توند چلند څخه کار اخیستی.
مېرمن جهان وایي، د هغوی پر وړاندې ډیره خاموشه پاتې شوه او د خپل خاوند د غلطیو د جبران هڅه یې ډېره وکړه خو نور یې له زغم وتلې خبره ده.
هغه وایي تر اوسه یې د خپل خاندان او لور په خاطر پر ځان سختې او تنګې ګاللې دي.
حسینه جهان وایي، خاوند یې له دې سره له چل او ول کار اخیستی او د نورو زیاتو نجونو سره په ټولنیزو رسنیو کې په شرموونکو خبرو بوخت وي چې په خبره یې د دې ثبوت هم ورسره لري.
نوموړې وایي د لاس په لاس ثبوتونو پر بناء یې خپل خاوند ته قانون اجراتو لاره غوره ګڼلې او بیا قانوني چلند ورسره وشي.
خو بلخوا؛
“حیسنه لیونۍ ده”:
محمد شمي د خپلې میرمنې حیسنه جهان تورونه بې اساسه بللي او ویلي يې دي، چې د هغې ماغزه خراب شوي.
محمد شمي زیاتوي:
“زه چې د حسینې خبرې ګورم، زه بیخي سل سلنه ډاډه یم، چې هغه لیونۍ شوې. دا تهمتونه باید هغه ثابت کړي او ددې قضیې باید دقیقا څیړنه وشي.”
محمد شمي وايي، چې دا د نوموړي په وړاندې یوه دسیسه ده، چې حسینې او د هغه څخه چاپیرو خلک جوړه کړې.
شمي وايي: “ما هڅه وکړه، چې د حیسنې له پلارګنۍ سره خبرې وکړم، خو بریالی نشوم. ما سره یواځینې پوښتنه داده، چې حیسنې مخکې ولې دا خبرې نه کولې؟”
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې محمد شمي د کرکټ د ټولو لوبو څخه د قضیې تر سپیناوې پورې منع اعلان کړې او له نوملړ څخه يې ویستلی دی.
محمد شمي وايي، چې کرکټ بورډ دی دا مسله له سم اړخ څخه وګوري او په ده دې بندیزونه نه لګوي.
محمد شامي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تیر توپ اچوونکی دی چې ۲۷ کاله عمر لري، او د هندوستان تر څنګ د هندوستان الف، ډیلی ډریډویلس، کلکته نایټرایډرز او بنګال لپاره هم لوبه کړې ده.