د هند او پاکستان تر منځ د کرکټ سیالیو د ترسره کولو هڅې روانې دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: ابوبکر علیزی
د پاکستاني او هندي چارواکو تر منځ د کرکټ دسیالیو برابرولو په موخه هلې ځلې راونې دي تر څو دواړه لوبډلې سره خپلو کې سیالۍ وکړي.
په پاکستان کې د هند لوړ پوړي کمشنر اجی بساریا ویلي چې د پاکستان او هند کرکټ بورډونو تر منځ خبرې روانې دي، څو د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکټ ویجاړې شوې اړیکې ورغوي او د سیالیو لپاره زمینه سازي وکړي.
اجی بسایار په لاهور کې رسنیو ته د پاکستان او هند تر منځ د کرکټ د سیالیو په تړاوو ویلي چې د سیالیو او سفرونو برابرول د کرکټ بورډ کار دی، خو وایي د دواړو هیوادونو د کرکټ لوبډلو تر منځ د سیالیو د ترسراوی په موخه هڅې پيل شوي او ژر ده چې نتیجه به یې مثبته وي.
دی هېله لري چې د دواړو هیوادونو د کرکټ لپاره زمینه سازي ډېر ژر وشي.
نوموړي ویلي چې په پاکستان او هندوستان دواړو هېوادونو کې د کرکټ مینوالو کچه ډېره زیاته ده او هېله ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ به د سیالیو خبر ژر خپور شي.
د هندوستان دغه لوړپوړي کمېشنر د کرکټ د سیالیو سربېره په یو شمېر نورو مهمو مسائلو هم د پاکستان د چارواکو سره خبرې کړي.
پاکستان او هندوستان دواړو هېوادونو تر منځ نه یوازي دا چې سیاسي اړیکې ترینګلې دي، بلکې همدغه خرابو اړېکو یې په نورو برخو هم اغېزه کړې.
Pakistan India flat د هند او پاکستان تر منځ د کرکټ سیالیو د ترسره کولو هڅې روانې دي
د دواړو هېوادنو سیاسي اړيکو د دغه هیوادونو تر هر څه ډیر په کرکټ هم بد تاثیر کړی او تر منځ یې سریزونه او دوستانه سیالۍ ډېر کم وخت تر سترګو کیږي.
موده وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي ول، دا چې هندوستان کرکټ بورډ ورسره د سیالیو لپاره نه راضي کیږي نو په لکونه ډالر تاوان ورسیدلی.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سټی ویلي وه، چې په دې تړاوو به خپل عرض د کرکټ تر نړیوالې شورا هم ورسوي.
خو یوځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ دکرکټ د دوستۍ د تازه کېدو خبرونه داسې مهال راغلي چې موده وړاندې پاکستان لوبډلې د اسیایې کپ سیالیو لپاره چې ټاکل شوي هندوستان کې ترسره شي له ورتګه انکار کړی و او لا تر اوسه هم معلوم نه دی چې پاکستان لوبډله به په ۲۰۱۸م کال اسیایې سیالیو کې برخه واخلي او کنه.