د هند او افغانستان په تاریخي ټیسټ لوبه کې اجینکیا ریهاني د هندي لوبډلې کیپتاني کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندوستان سره د افغانستان په تاریخي او لومړنۍ تیسټه لوبه کې د هندوستان د ټیم ځینې مخکښ لوبغاړي ګډون نه لري. روهیت شرما له لوبو ایستل شوی دی. بھوبنشور کمار او جسپریټ بُومراہ ته دمه ورکړل شوې ده. همدرنګه د ویرات کوهلي په اړه خو لا دمخه ویل شوي چې هغه به په دې تیسټ لوبه کې ګډون ونه شي کړی ځکه چې نوموړې د انګلیستان په کوانټي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه هلته ځي.
اجینکیا ریهاني به د افغانستان خلاف تیسټ لوبه کې د هندوستان د ټیم کیپتان وي. دا نوموړي ته د هندي ټیم د کیپتان په توګه دویم چانس دی چې ورکول کیږي.
د کریک اینفو د معلوماتو له مخې، په دې ټیسټ لوبې کې ددې څلورو مهمو هندي لوبغاړو نه ګډون په هندوستان کې د کرکټ د کنټرول د ادارې یا (BCCI ) له خوا ددې ادارې د قراردادونو په لیست کې د نوې اې پلز (A+ ) کټګورۍ رامنځ ته کول دي. ددې کټګورۍ د غوراوي ډلې که څه هم د جنوبي افریقا په وړاندې د روحیت شرما لوبه په معیار پوره نه ده بللې خو بیا هم نوموړی په دې ګټګورۍ کې شامل شوی دی.
ویل کیږي کیږي چې د کرکټ هندي چارواکو بومراه او د بھوبنشور کومار د باولینګ بوج تنظمیم کړې او د اې پلز کټګورۍ څخه یې شیکر داوان د افغانستان خلاف په تیسټ لوبه کې ځای کړی دی.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ په دې تاریخي تیسټ لوبه کې د هندوستان له خوا دا لوبغاړي برخه اخلي:
اجینکیا رهاني ( کیپتان)، شیکر داوان، مورلي ویجی، کې ایل راحول، چیتشور پوجارا، کرون نایر، وردیهمان ساها ( ویکټ ساتونکی) ار اشوین، رویندر جادیجا، کولدیف یادوف،اومیش یادوف، محمد شامي، هاردیک پانډیا، ایشنټ شرما، شاردول تاکور.
په ټیم کې زیات شوي: د هندوستان په دې ټیم کې کرون نایر، کولډیف یادف او شارډول ټاکور ځای شوي.
له ټیم ایستل شوي: ویرات کوهلي، روحیت شرما، بهونیشور کومار، جسپریت بومراه، پارتیف پاټیل او دنیش کارتیک.
که څه هم د هندوستان د ټیسټ لوبو ډیر لوبغاړي د افغانستان خلاف سکواډ کې شامل دي، خو د هندي ټیم خواخوږي اندېښنه لري چې افغانستان به په دې تاریخي تیسټ لوبه کې د هندوستان په ډیر زیات خالي شوي ټیم برلاسی شي.
د افغانستان او هندوستان دا تاریخي تیسټ لوبه د جون د میاشتې له ۱۴ مې نیټې د جون تر ۱۸ مې نیټې په بنګلور کې کیږی. دا لومړنۍ ټیسټ لوبه ده چې د جون په میاشت کې په هند کې ترسره کیږي. دا موسم په هندوستان کې د ګرمۍ زور چلیږي، خو ویل کیږي چې د بنګلور لوبغالی د هند تر نورو لوبغالو سوړ دی.
افغانستان ته د ۲۰۱۷ م کال په جون کې د ایرلینډ سره یو ځای د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ورکړل شوي. له پاکستان، زیمبابورې او بنګله دیش وروسته به افغانستان څلورم ټیم وي چې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د هندوستان سره کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.