د هندوستان هیواد نوموتی فلمي ستوری ریشي کپور نن پنجشنبه په ۶۷ کلنۍ کي ومړ.
ریشي کپور ته نژدې کسانو د هغه مړینه تایید کړې ده او وايي، چي هغه نن پنجشنبه د هندوستان ممبي ښار په یوه روغتون کي ساه ورکړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي هغه په ورستیو دوو کلنو کي د سرطان ناروغي درلوده او له همدې امله مړ شو.
د هندیانو په وینا تر آمیتاب بچن څخه راوروسته د هند په سینما کي تر ټولو مهم فلمي لوبغاړی ریشي کپور وو.
هغه په لسګونه فلمونو کي مرکزي رول درلود، چي تر ټولو مشهوره یې د لیلا مجنون فلم دئ.
د دې ترڅنګ یې په خپل لوبیز ډګر کي ۱۴ مهمي جایزې هم ترلاسه کړي.
لومړنۍ جایزه یې د یوه کوچني اداکار په توګه د خپل پلار راج کپور په فلم(ماره نام جوکر)کي ترلاسه کړه.
د ده په مړینې باندې ګڼو خلکو په تېره بیا د هند د سینما ستورو خواشیني ښوولې ده.
امیتابچن په خپل ټویټر لیکلي چې “ریشي ولاړ، ریشي کپور ولاړ. وفات شو. زه تباه شوم.”
د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په خپل ټویټر ریشي کپور یوه مستعده، لېوال او له شور ډک کس بللی دی او لیکلي يې دي چې ریشي کپور د فلمونو او هند د پرمختګ لېواله و او مړینې یې دی خواشینی کړی دی.
ریشي کپور د کپور لويې کورنۍ غړی و.
له دې کورنۍ د ریشي کپور زوی رنبیر کپور او ورېرې کرشمه کپور او کرینه کپور هم په ډېرو فلمونو کې کار کړی.
د ریشي کپور زوی رنبیر کپور هم د هند نوموتی فلمي اداکار دئ او په ګڼو فلمونو کي ئې د مرکزي لوبغاړي رول لوبولی.
د ریشي کپور پلار راج کپور هم خپل د وخت یو نوموتی فلمي لوبغاړی وو او په لسګونه فلمونو کي یې کار کړی وو.
ریشي کپور پر داسي مهال مږ کیږي، چي پرون چهارشنبه د هندي سینما یو بل مشهور مسلمان اداکار عرفان خان هم په ۵۳ کلنۍ کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
دا دوې ورځي د هندوستان او هندي سینما لپاره خورا توري وې او تر ډېره به یې یاد کي پاتې وي.