د هالیوډ د فلمونو مشهور مزاحیه فلمي ستوری او ټیټ قد لرونکی اداکار ورون ټروئیر د سختې انديښني او خفګان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نړیوالې رسنۍ وایي چې ټروئیر د سخت خفګان او نشو له امله له ژوند سره دایمي مخه ښه وکړه او ومړ.
دغه فلمي ستوري په خپل ټيټ قد مشهور وو، خو شهرت یې هغه وخت وموند کله چې یې په (اسټن پاور سریز) کې ښه کار وکړ او د مینوالو پام یې ځانته راواړوه.
دغه فلمي ستوري له وړاندې ناروغه وو، خو تداوي یې روانه وه، څو ځله په روغتون کې بستر شوی وو.
اوس رپوټونه وايي چې دغه فلمي ستوری د ۴۹ کلنو په عمر مړ شو.
خبر زیاتوي چې ټروئیر له ډېره وخته ناورغ وو او روانه میاشت په پيل کې د لاس انجلس په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې وه، خو ډاکټرانو یې بیا روغتیایي وضعیت ښه وګاڼه او وروسته له یو څه مودې یې کور ته رخصت کړ.
چې اوس یې د مرګ خبرونه خپاره شوي او د هالیوډ سینما ډېرو لوبغاړو یې پر مرګ سخته خواشینی هم ښودلې.
تر اوسه رسنیو د ټروئیر د مرګ دقیق لامل نه دی په ګوته کړی، خو رسنۍ وایې چې د سوشل مېډیا د اکونټونو د لیکنو څخه یې معلومېده چې په سخت خفګان کې ګیر دی.
اداکار ورون ټروئیر له قده ټیټ انسان وو او په فلمونو کې به یې یې مزاحیه رول درلوده او د خپلو مینوالو په خولو به خندا راوستله.
د خبر له مخې د ټروئير قد ۲ فټه او ۸ انچه وه.
نوموړي اداکار د خپل فلمي ژوند په لړ کې په ۵۸ بېلا بېلو فلمونو کې کار سربېره یې په ټلویزیوني پروګرامونو کې هم کار کړی.
د ټروئیر د مرګ له امله په ټول هالیوډ د غم ټغر خپور دی او ټول هالیوډ فلمي ستوري یې سخت خواشیني کړي دي.