د نړۍ په کچه تيزتوپ او توپ اچوونکی!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سمیع الله درانی
د چټکو توپ اچوونکو په منځ کې اوس هم مونږ چټک توپ اچوونکي لرو، چې تر ۱۵۰ او له هغې بره سپیډ ولي.
جوفرا ارچر، مېچل سټارک، لاکي فرګوسن، کګېسو رباډا، جسپرېت بومرا، ټرېنټ بولټ هغه بالران دي، چې نن سبا وخت کې د کرکټ په نړۍ کې په سپيډ او ښې توپ اچونې سره د خلکو په زړونو راج کوي.
په پخوانیو کې بیا شعیب اختر، شاون ټېټ، برېټ لي او جیف تامسن نومونه یادولی شو.
دوه بالران چې ۲۰۱۳ م کال کې سره په سرعت کې پر ضد وو، هغه اسټرالیایي مېچل جانسن او افریقایي ډیل سټین وو، دواړو د جمعې په ورځ په پېرت لوبغالي کې په اسټرالیا کې د سپیډ ننداره جوړه کړې وه.
دواړو له ۱۵۶ څخه بره سرعت سره توپ اچونه وکړه.
چټک سرعت سره د توپ اچونې ریکارډ

شعیب اختر د پاکستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی و، ده له ۱۹۹۷ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال پورې د پاکستان لپاره د یو غوره بالر په توګه لوبې وکړې.
ده په ۲۰۰۳ م کال کې د انګلستان خلاف نړیوال جام لوبه کې د فبروري په ۲۲ مه نېټه د چټک بال یا چټکې توپ اچونې ریکارډ جوړ کړ.
هغه په ۱۶۱ اعشاریه ۳ کېلو مټر پر ساعت سرعت توپ اچونه وکړه او د نړۍ په کچه یې د زیات سپیډ ریکارډ ثبت کړ.
د اسټرالیا شاون ټېټ
شاون ټېټ د اسټرالیا چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی، هغه د ۲۰۱۰ م کال د جولای په ۳ یمه نېټه د انګلستان د کیڼ لاسي توپ وهونکي انډري سټراس خلاف پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې د انګلستان په لارډز لوبغالي کې چټک سپیډ نندارې ته وړاندې کړ.
ټېټ په ۱۶۱ اعشاریه یو کېلو مټر پر ساعت سرعت سره توپ اچونه وکړه.
دا بالر د ۱۶۰ اعشاریه ۷ سپيډ ریکارډ هم لري، د پاکستان خلاف یې په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې دغه سپيډ ویشتی دی.
دا چې شاون ټېټ زیات وایډونه کول؛ نو اسټرالیا له خپلې لوبډلې ډېر ژر لرې کړ.
برېټلي د اسټرالیا پخوانی چټک بالر
برېټلي چې تر ۲۰۱۱ م کال پورې له اسټرالیا سره ولوبېد، په ۲۰۰۵ م کال کې یې د نیوزیلېنډ خلاف په ایدن پارک لوبغالي کې ۱۶۱ اعشاریه ۱ سپیډ سره توپ اچونه کړې ده.
بريټلي دوه ځلې د نیوزیلېنډ خلاف په همدې لوبه کې ۱۶۰ کېلو مټر پر ساعت سرعت سره دوه نور توپونه هم ترسره کړل، چې ریکارډ یې جوړ کړ.
دغه فسټ بالر ۲۰۰۱ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف یوه ټېسټ لوبه کې ۱۶۱ اعشاریه ۸ کېلو مټر پر ساعت سرعت سره هم یو توپ ترسره کړی دی.
جیف تامسن د اسټرالیا بل چټک بالر و
جیف تامسن په ۱۹۷۸ م کال کې د اسټرالیا لپآره لوبه کوله، هغه هم چټک بالر و، چې د هندوستان خلاف یوه لوبه کې یې ۱۶۰ اعشاریه ۶ کېلومټر پر ساعت سرعت سره توپ اچونه کړې وه.
ده دغه سپيډ په واکا لوبغالي کې ترسره کړی وو.
د ویسټ انډیز چټک بالر انډي رابېرټس
رابېرټس په ۱۹۷۹ م کال کې، چې دوهم نړیوال شپېته اوریز جام پکې ترسره شو، ده د اسټرالیا توپ وهونکي بروس لېرډ پر وړاندې ۱۵۹ اعشاریه ۵ سپيډ وویشت او توپ وهونکی یې اوټ کړ.
د ویسټ انډیز چټک بالر فېډل ایډوارډز
۲۰۱۱ م کال کې د دوهمې ټېسټ لوبې په پنځمه ورځ ایډوارډ د هند خلاف ۱۵۷ اعشاریه ۷ کېلو مټر پر ساعت سرعت سره توپ ترسره کړ.
پاکستانی محمد سمي
پاکستاني محمدسمي د اسټرالیا خلاف سیریز کې په پېرت لوبغالي کې ۱۵۶ اعشاریه ۴ کېلو مټر پر سرعت سره توپ اچونه وکړه.
ده په ۲۰۰۳ م کال کې دغه توپ اچونه کړې وه.
د نیوزیلېنډ شېن بونډ په ۲۰۰۷ م کال کې د انګلستان خلاف ۱۵۶ اعشاریه ۴ سپيډ ویشتی و.