د نړۍ نوموتی فوټبالر نیمار بیرته بارسلونا سره یوځای کیږي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د اسپورټ ورزشي سایټ د راپور له مخي د برازیل هیواد او پاستژرمېن تکړه بریدګر لوبغاړی نیمار غواړي یو ځلي بیا د اسپانوۍ لوبډلي بارسلونا سره یو ځای سي.
یاد راپور کي راځي، نیمار دې ته چمتوالی نیسي، چي د فوټبال د دې پړاو په پای ته رسېدو سره بیرته بارسلونا سره یو ځای سي.
د هغه ترڅنګ بارسلونا کلب ته نژدې سرچینو هم تائيد کړې ده، چي نیمار به د کرونا ویروس او د فوټبال د دې پړاو تر پای ته رسېدو وروسته یو ځلي بیا د بارسلونا فوټبال کلب سره یو ځای سي.

نیمار چي درې کاله ئې په فرانسوۍ لوبډله پاستژرمېن کي اوس تېر کړي دي په خپله خوښه بیرته د بارسلونا لوبډلي سره یو ځای کیږي.
نیمار د فوټبال د روان پړاو تر مخه هم غوښتل، چي بارسلونا سره یو ځای سي، خو د پاستژرمېن لوبډلي څښتن هغه دې ته نه پرېښودی، چي لوبډله پرېږدي.
دا چي د پاستژرمېن کلب څښتن ناصرالخلیفي یو سخت دریځی انسان دئ نو له همدې امله نیمار ته هیڅ اجازه نه ورکوي، چي دا لوبډله پرېږدي.
اوس هم ځیني راپورونه ورکول کیږي، چي ناصر به په هیڅ صورت نیمار نکړي خرڅ او راتلونکی پړاو به نیمار له ځان سره په پاستژرمېن لوبډله کي وساتي.
نیمار ۲ کاله مخکي بارسلونا لوبډله پرېښوله او د فرانسې هیواد د کورنۍ لوبډلي پاستژرمېن سره د ۲۲۲ میلیونه یورو په لګښت د ۵ کالو لپاره یو ځای سو.

د هغه دا رانیونه یو نړیوال ریکارډ جوړ کړ  تر دې مخکي او تر اوسه هیڅ یو د فوټبال لوبغاړی په دومره پیسو ندی خرڅ سوی.
نیمار اوس تر میسي او رونالډو راوروسته د نړۍ درېیم نوموتی او تکړه فوټبالر دئ، چي ډېر مینوال لري، خو د ځوانیتوب په اساس تر رونالډو او میسي ښه راتلونکې لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.