د نړۍ ډېری رهبرانو او سیاستوالو د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ د بلې کاري دورې د پیل په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې ښاغلي ټرمپ ته مبارکي وايي او هیله لري چې د هغه د ولسمشرۍ دا دوره به د امریکايانو لپاره د سوکاله ژوند امکان برابر کړي.
د طالبانو حکومت د دې خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سوریې نوي مشر احمدالشرع ټرمپ ته د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، د ولسمشر په توګه د ټرمپ انتخاب ښيي چې امریکايي وګړي د هېواد د مشرتابه لپاره پر هغه باور لري.
ښاغلی شرع وايي ټرمپ به منځني ختیځ ته سوله راولي او د ده هېواد له متحدوایالتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو ښېګڼې ته هیله من دی. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د ټرمپ نژدې متحد دی ویلي چې دی هیله من دی د امریکا او اسراییلو ترمنځ اتحاد به نورهم پیاوړی شي. ۷۸ کلن ټرمپ پرون د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
Be the first to comment