ژباړه: مدثر دعوت
د ځمکې پر مخ ستړيا ګالل او خولې تويول حتماً يوه پايله او لاسته راوړنه لري.
کرکيټران د خپل ژوند څخه خوند اخلي او هغوی په ستړيا کې هوساینه موندلې ده. دوی تېز او پرمختللي موټرونه او نور وسايل لري او په لوړو او پراخو منزلونو کې هم اوسيږي.
د نڅا لپاره سالونونه، د سپورټ کلبونه، کورنۍ سېنماوي او هرهغه څه چي دماغ او بدن ته ارام ورکوي او خوند ترې واخيستلای شي، له ځان سره يې لري.
دلته چې تاسې ته په دې ګډ انځور کې ښکاري، د نړۍ لس همدغه کرکټران او د هغوی ښايسته کورونه په لنډو کې درپېژنو:
۱ـ کريس ګېل
په جميکا کي زېږېدلی لوبغاړی کريس ګېل د جميکا په يو داسي غټ کور کي اوسيږي چي غره ته ورته دی.
د يو ميليون په ارزښت له دغه درې پوړيز کور څخه ښار او د ښار څخه کور ډېر ښکلی مالوميږي.
د ګېل په کور کي د هيڅ شي کمی نشته، د لامبو لپاره پراخ حوض، د حيواناتو او مرغانو لپاره ځانګړي ځايونه، کورنۍ سېنما، د ډانس يا نڅا لپاره سالونونه او نوري داسې په زړه پوري ساحې لري، چې که د کريس ګېل پرځای تاسو اوسئ، يوه شېبه به هم ددې کورڅخه ونه وځئ.
۲ـ شېن وارن
د اسټراليا دې ورو توپ اچونکي د ځان لپاره فوق العاده کور جوړ کړی.
څلور د خوب اطاقونه، د ټېنيس لوبي کولو ځای، د خپل لباس د ۲۳ شمېرې په څېر جوړ د لامبو کولو حوض، د ساغتيرۍ لپاره ساحه، داسي باغچه چې ډول ډول مېوې لري او لس متره ترځمکي لاندي د موټر ګاراج، د شېن وارن د کور ښکلا څوچنده زياته کړې ده.
شېن وارن ددې ترڅنګ په برايټڼ مينشن کي نور ډېر تاريخي کورونه هم لري.
۳ـ سچن ټينډولکر
په تنه لنډ د کرکيټ ماسټر سچن د ممبئي په بندرا کي شپږ پوړيز کور لري.
د سچين دغه ودانۍ ۶۰۰ فوټه مربعه ده چي لومړۍ برخه يې د ګاډو، کښتنۍ برخه يې دټينډولکر د لاسته راوړونو او جايزو لپاره، دريم پوړ يې د ماشومانو
او ميلمنو لپاره او لوړ پوړ يې خاص دده او مېرمني لپاره دی او ددې ودانۍ څنګته د لامبو لپاره يو ښايسته حوض هم شتون لري.
۴- بریټ لي
د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي تقاعد شوی تېز توپ اچوونکی بريټ لي وروسته ترهغه چي خپل د ۲ ميليونو ملکيت يې خرڅ کړ، د سيډني ختيځ، سيفورډ ته ولاړ.
دده د کور ۲۰ متره مکعب سالون د ورزش لپاره ځانګړی دی.
دا ښکلې ماڼۍ چي ۴ ميليونه ډالره قېمت لري يو ښايسته حوض هم لري.
۵ـ ډيويد وارنر
په څلور پوړيزه ماڼۍ کې چي پنځه د خوب اطاقونه او پنځه حمامونه لري، د خپلي ميرمني او لور سره د ۶.۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت، د اسټراليا پیاوړي او بريدکوونکی اوپنر لوبغاړی ډيويډ وارنر ژوند کوي.
په ګورډن کي د وارنر کور په داسي ساحه کي جوړشوی چي شوقيان يې د سياحت لپاره بايد په زرګونو ډالره مصرف وکړي.
۶ـ کمارسنګکارا
انجلټين کوټاج د هغي ماڼۍ نوم دی چي ۸۱ کلونه وړاندي دسنګکارا له لوري رانيول شوې.
د ښکلي باغ لرونکې دا ساحه چې روح پکښې تازه کيږي اوس هم کومار سنګکارا د خپلي کورنۍ سره يوځای پکې اوسيږي.
په دغه محل کې لرګين اطاقونه د سرو زرو پلنګونه، د ګلانو او مېوو ونو ځانګړې ساحې شتون لري.
۷ـ مايکل کلارک
مايکل کلارک د اسټراليا پخوانی لوبډلمشر او تقاعد شوی توپوهونکی په داسي کور کې اوسي چې د کرکټ لپاره پراخه ساحه او ښکلې باغچه لري، د څلورو موټرونو لپاره تړلی ګاراج او پنځه د خوب اطاقونه لري.
دا د ۸.۵ ميليونه ډالرو کور چي اوس هم مايکل د کورنۍ سره يوځای پکي اوسيږي، د لامبو لپاره په زړه پورې حوض هم لري.
۸ـ شېن واټسن
داسټراليا د کرکټ تکړه لوبغاړی شېن واټسن چي په دې وروستيو کي يې ټيسټ کرکيټ ته خدای په اماني وويل د برون په ښار کې د ۹ ميليونه ډالرو په ارزښت يو ښکلی کور لري.
د واټسن دغه زړه وړونکې ماڼۍ پنځه د خوب خوني، د لامبو حوض او يوه ښکلې ساحه لري.
شېن واټسن چي څومره ګټه لاسته راوړې، تر ټولو ډېر يې د خپل کور او ژوند د ښايست لپاره مصرف کړې دي.
۹ـ ساورب ګنګولې
دکلکتې د شهزاده ګنګولې داسې ماڼۍ ده چې ۴۸ اطاقونه لري او په کور کې دننه د کرکټ پيچ لري.
په دغه څلور پوړيزه ودانۍ کې ۵۰ کسه اوسيږي، چي د خوب او د خوراک لپاره خوني لري.
د ښار په سطحه دغه ماڼۍ په رښتيا سره ډېره پراخه ده.
۱۰ـ ريکي پونټيګ
د استرالیا تقاعد شوی کرکيټر پوينټينګ د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ملکيت لري.
دا ماڼۍ د ۷ کامرو خورا مهم امنيتي سيستم لري، ۷ د خوب خوني، د مرمر څخه جوړ کتابتون، سينما، حوض، د اور وژني سيستم او د ټينيس لوبي لپاره په زړه پورې ځايونه لري.
مهمه داده چې دا ماڼۍ د سيند غاړې ته هم لار لري چې ددې کور په ښکلا کې يې ډېر رول لوبولی دی.
که درته جالبه وي، دا لیکنه له نورو سره هم شریکه کړئ.