د نړۍ تر ټولو زوړ سړي سره آشنا سئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

رابرت اویتون، چي د برتانیا هیواد دئ، د ۱۱۲ کلنو عمر په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو زوړ سړی وپېژندل سو او  په په دې سره ئې نوم په ګینس کتاب کي ولیکل سو.
ښاغلی رابرت اویتون د تیري مارچ میاشتي په ۲۹مه نېټه ۱۱۲ کلن سو او په هماغه ورځ ئې نوم د ریکاډونو په کتاب(ګینس) کي ئې نوم ثبت کړل سو.

ګینس کتاب په همدې موخه یوه خبرپانه هم خپره کړې.
په یاده خبرپاڼه کي راغلي:

((د کرونا ویروس له امله، چي په انګلستان کي تګ راتګ بند دئ، د ګینس کتاب مسئولینو د پخوا په پرتله ونسو کړای، چي هغه له نژدې وګوري، نو په همدې آساس ئې هغه د ۱۱۲مي کلیزي نمانځني په موخه د نړۍ تر ټولو زوړ سړی وپيژانده او نوم ئې په ګینس کتاب کي چاپ کړل سو.))

تر دې مخکي د نړۍ تر ټولو د زوړ سړي لقب د یوه جاپاني سره وو، چي هغه د فیبرورۍ میاشتي په ۲۳مه نېټه د ۱۱۲کلنو او ۳۵۵ ورځو په تیرولو سره مړ سو.
هاخوا بیا د نړۍ تر ټولو زړه ښځه چي اوس هم ژوندۍ ده، هغه ۱۱۶کلنه جاپانۍ کین تاناکا ده.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.