د غوره کرکیټرانو ترمنځ سیالي؛ راشدخان د پاکستاني سید اجمل څخه وګټله!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی راشدخان ارمان د پاکستان د پخواني لوبغاړي سیداجمل څخه غوره لوبغاړی راغلی او بل پړاو ته ئې لاره پيداکړه.
انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي.
1560892499359 د غوره کرکیټرانو ترمنځ سیالي؛ راشدخان د پاکستاني سید اجمل څخه وګټله!
چي په لومړي سر کي د ۳۲، وروسته د ۱۶، بیا د ۸، بیا د ۴ او بیا وروسته پاینل ته د لاري پيداکوونکو دوو لوبغاړو ترمنځ سیالي ترسره کیږي.
په هغه کي که هر چا ډېري رايي خپلي کړې د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی پېژندل کیږي.
په همدې موخه دې ویب سایټ د راشد خان آرمان او سید اجمل ترمنځ سیالي اچولې وه، چي راشد خان ورڅخه ډيري رایې خپلي کړې او بل پړاو یا ۱۶ لوبغاړو ته ئې لاره پيداکړه.
92369597 10157118183877555 7901527080494432256 o د غوره کرکیټرانو ترمنځ سیالي؛ راشدخان د پاکستاني سید اجمل څخه وګټله!
د معلوماتو له مخي، چي راشدخان آرمان ۵۸ سلني رايي خپلي کړي وې.
دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ.
د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري. خو په دې درجه بندي کي بیا محمدنبي عیسی خېل لومړی ځای لري او د نړۍ تر ټولو بهترینه الراونډر دئ.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.