د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي د ظریفې غفاري نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کي لومړی راغلی، چي سږ کال ئې د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو لهخوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل یې ښځه رهبري نه شي کولای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په استازیتوب ظریفه غفاري او د نړۍ د ۱۱ نورو هېوادونو اذربایجان، بولویا، چین، مالیزیا، پاکستان، سوریې، یمن، بورکینا فاسو او زېمبابوې “زړورو” ښځو ته جایزې ورکړې.
د اعلامیې له مخې د جایزو د ورکړې مراسم پرون چهارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو او د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ په حضور کې ترسره سوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له ۲۰۰۷ کال راهیسې هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغو ښځو ته دا جایزې ورکوي، چې د ورپېښو ګواښونو سره سره کار کوي او قربانۍ ورکوي.
ظریفه غفاري په ۲۶ کلنۍ کې د میدان وردګو د میدان ښار ښارواله وټاکل شوه. اغلې غفاري کابل کې اوسېدلې ده.
ښوونځی یې کابل کې پیل کړی او پکتیا ولایت کې یې پای ته رسولی او په هند کې یې اقتصاد کې لیسانس لوستی دی.
ظریفه غفاري هند کې له لوړو زدکړو وروسته افغانستان ته راستنه شوې او د “افغان ښځو د پرمختګ همکارۍ” په نامه بنسټ او د “پېغلې” په نامه راډیو یې میدان وردګو کې پیل کړه.
نوموړې دوه کاله د ځوانانو د پارلمان غړې وه.
اغلې غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار د ښاروالې په توګه غوره شوه.