ژباړه: مریم محمدي
ګڼ خلک به مو لیدلي وي چې د معدې په ناروغۍ اخته وي، د معدې له درد او سوزه شکایت کوي، ډیرې دواګانې اخلي، خو بیا یې هم ښه کیدل سخت شي، یو لامل یې ښايي دا وي چې دا خلک پرهیز نه کوي او بل دا چې سم درمل او کارولو کې یې ناغیړي کیږي.
خو ټول هغه ناروغان چې د معدې د سوزش څخه شکایت لري. دغه لارو چارې دې وازمايي:
۱- د یوې سالمې معدې درلودلو لپاره هڅه وکړئ، چې د ډیرو یخو اوبو په ځای تړمې اوبه وڅښئ، ځکه تړمې اوبه د يخو اوبو څخه زیات معده اراموي، همدا راز د معدې سوزش هم ښه کوي.
۲- د روغي معدې لپاره ګاز لرونکي څښاک، مه څښئ، یا هم باید کم وڅښئ، بیا په تیره کوم چې په بازار کې پلورل کیږي مثلا د مالټې یا لیمو شربت، یا ګازي مشروبات، د دې په ځای په کور کې د میوو طبیعي اوبو نه استفاده وکړئ.
۳- کوښښ وکړئ چئ له ډوډۍ خوړلو وروسته زر ویده نه شئ، لږ تر لږه نیم ساعت وروسته له ډوډئ خوړو ویده شئ. ډاکتران وايي کوم خلک چې له ډوډۍ خوړلو وروسته، سمدستي ویده کیږي، خواړه یې په معده بوج راوړي، ورسره د معدې سوزش پیدا کیږي.
۴- د نشه يي توکو استعمال بند کړئ. نشه یي توکي د نورو بې شمیره زیانونو سره سره د معدې سوزش څو چنده زیاتوي.
۵- ډیر وزن د نورو ناروغیو ترڅنګ په معدې هم بده اغیزه لري، که چیرې وزن مو ډیر وي، کم یې کړئ.
۶- خواړه ډیر او په یو وار مه خورئ، ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معده ېې هضمولی نه شي، چې د زخم، سوزش او ډیر درد سربیره نورې ستونزې هم ځان سره رامنځته کوي .