د مطالعې لپاره اړین شرطونه او هغوی ته څو ټکي چې ژر مطلب او مفهوم نه شي اخیستی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بختي جان مراد
په ځلونو ځلونو مې له لوستو خلکو اوریدلي، چې نور د دې کتاب د لوستلو توان نلرم او یا وايې، نور له دې لوستلو دومره ستړی شوی یم چې د ویلو نه ده.
ځېنې نور بېا په ټېنګار سره وایې، چې څومره چې لولم په هغې اندازه بېرته آخذ نشم کولی، یو شمیر نور وایې، چې ۱۰ ځله یوه جمله تکرار کړم، خو بېا هم څه نشم ترلاسه کولی.
راځئ وګورو ستونزه چېرته دی؟
آیا د زده کولو لپاره یو درس ۱۰ ځله تکرارول سم دي؟
ولي خپل درس ژر نشو زده کولی؟
دا ټولې هغه پوښتنې دې، چې پدې مطلب کې به ورته ځواب پېدا کړئ.
مطالعه کول یو سخت کار دی، چې په پراخه کچه حوصلې ته اړتېا لري، زړه تنګوالی، خوب، ناسم چاپېریال او دېته ورته نور هم څه شته چې د مطالعې پرړوړاندې خنډونه را ولاړولی شي.
د یو شمېر خلکو همدا ستره ستونزه وې، په مکتب، مدرسه او پوهنتون کې چې د مطالعې کولو لپاره زړه نه نېسې هماغه وې ورځ تر بلې د مطالعې او درسونو سره فاصله پیدا کوي، ځکه اکثریت درسونه د ښوونځي او پوهنتون په دورو کې سره اړیکه لري، نو اړینه ده چې مطالعه ورته ترسره شي.
د منظمې مطالعې لپاره دا څلور عمده خبرې عملې کړئ.
۱- د مطالعې لپاره زیات وخت ورکړئ.
۲- سرسرې مطالعه مه کوئ، ترڅو ژر مو له ذهن بیرته بهر نشي
۳- مطالعه ستاسو په حافظه کې ژور بدلون راولي.
۴- د معلوماتو په تر لاسه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي.
د فعالې مطالعې لپاره باید هغه نقطې چې مهمې دې له ځانه سره نوټ کړئ، ترڅو بیا ورباندې تکرار وکړئ او تر ډیره مو په یاد کې پاتي شي.
د لوستلو یو مهم اصل دا دی، چې ‌‌ذهناّ او جسمآ ټول باید د مطالعې لپاره چتمو اوسئ. د هیریدو یو لوی لامل همدا دی، چې لولي خو یادوې نه، ښه خبره داده چې د لوستلو ترڅنګ یادولو ته هم ډیره پاملرنه وشي.
د مطالعې شپږ لارې چارې
د لوستلو ترڅنګ لېکل، د مهمو نقطو لاندې خط کشول، په مغز کې د ښه ځای پرځای کیدو وسیله ده.
۱ – له لیکلو پرته لوستل
دا د مطالعې ناسمه لاره ده، ځکه د مطالعې پرمهال باید ټول د بدن غړي په سمه توګه استفاده شي.
مثلآ په سترګو باید ځېر ځېر ورته وکتل شي، په لوړ غږ وویل شي، ترڅو غوږونه یې، په سمه توګه واوري، په زړه پورې او ګټور نقاط باید له ځان سره نوټ شي.
دا هغه څه دې چې د بدن ټول غړي پکې په مستقیمه توګه ونډه اخلي، چې یادولو کې ډیر مواثر تمامیدلی شي.
۲ – د مهمو ټکو لاندې خط کښل
دا طریقه شاید مخکېنۍ طریقې ته غوره وي، خو د مطالعې لپاره پوره ندی ځکه په دې کې یوازې شخص په دې فکر کې وي، چې مهم ټکي پېدا کړي او خط ورلاندي کش کړي.
آما دا په هغه صورت کې اړین دی، چې کله مطلب په پوره توګه ولوستل شي، په مانا او مفهوم یې ځان پوه کړي، بیا په وروستیو کې ترې مهم ټکي انتخاب کړئ.
د اضافي شیانو لیکل
دا طریقه نسبت له وړاندې بهتره ده، خو بیا هم بریالۍ نه ده، ځکه دا د
کامیابې زده کړې لپاره چندان اهمیت نلري، په دې کې هغه څه یادولی شو، چې دومره د استفادې وړ نه وي.
لنډیزونه اخستل
په دې طریقه کې تاسو هغه مطالب چې لولئ یې، مهمې نقطې ترې له ځان سره په یوه بیله پاڼه کې یاداښت کوئ، چې دا لاره د مطالعې لپاره یو له غوره لارو ده. خو یوه خبره شته چې دا د لوستلو لپاره بهتر ندی بلکې د لیکلو لپاره بهتر ده.
د مهیمو ټکو لیکل
د ښې زده کړې لپاره غوره لاره د لېکلو او لوستلو ده.
په دې طریقه کې تاسو معلومات په پوره ډول لولئ، له لوستلو وروسته ترې مهم ټکې له ځان سره یاداښت کوئ. چې دا تاسو سره د یادولو په برخه کې ډیره مرسته کوي.
نوی والی رامنځته کول
دغه لاره یوه بهترینه لاره ده، دا یوه ذهني ترحه ده، د یادولو لپاره په خاص ډول د هیریدو لپاره.
په دې طریقه کې تاسو د معلوماتو د لوستلو او ترلاسه کولو نه وروسته په خپله ژبه ورته د یو مهم ټکې یادونه کوې او په هماغه ډول یې، لیکئ چې دا بیا هیڅکله ستاسو له یاده نه ووځي، دا مېتود د درس ذده کولو په برخه کې ډېر ګټور دی.
د مطالعې شرطونه
څنګه کولی شو، چې ښه مطالعه ترسره کړو؟
هغه څه چې غواړو یې ورته ورسیږو، ددې لپاره لاندې ټکې باید په عملي کړو.
۱ – په سم ډول پیل کول
که غواړئ ښه مطالعه ترسره کړئ، باید په سمه توګه پیل یا شروع وکړئ.
۲ – منظمې طرحې رامنځته کول
دا هم یو له مهمو عواملو څخه دی، د مطالعې لپاره باید ښې طرحې په نظر کې ونیول شي.
۳ – ترتیب
د هر څه اساس لپاره چوکاټ ډیر اړین دی، مطالعې ته به ترتیب او تنظیم برابروي.
۴ – ځان هوسا او ارام ساتل
د مطالعې لپاره له هرڅه مهمه ارامتېا ده، ځکه په کشمکشونو او نارمه مغزو هیڅ شی ذهن نشي منلی.
۵ – د وخت نه په سمه توګه ګټه اخستل
هیڅکله خپل وخت په چټي او فضولو کارونو مه مصرفوئ، کوښښ وکړئ هغه وخت چې مو مطالعې ته ځانګړی کړی په سمه توګه ترې استفاده وکړئ.
۶- روغ صحت ساتل.
سالم عقل په سالم بدن کې دی.
۷ – مناسبه خواړه خوړل
د مطالعې لپاره ګټوره غذا ډېره مهمه ده.
۸ – د الکولي مشروباتو څخه ځان ساتل
الکولي مشروبات د حافظې د کمزورې کېدو لامل کیږي.
۹ – ورزش کول
د هر انسان د ښه صحت لپاره ورزش ډېر اړین دی، ورزش مو د اوږد عمر په لرلو کې درسره مرسته کوي.
۱۰ – په پوره توګه خوب کول
خوب کول موحافظه پیاوړې کوې. د مطالعې لپاره ارام ذهن ساتل ډیر مهم دي.
هغوی ته څو لارښوونې چې ژر مطلب نه شي اخیستلی
۱ – هر هغه څوک چې غواړي یو مطلب په سمه توګه یاد کړي، خو نشې توانیدی، هڅه دی وکړي کم ترکمه ۳۰ دقېقې هغه په غور سره ولوي.
که بیا هم ونشو بېا دی کوښښ وکړي له ۱۰ – ۱۵ دقېقو پورې استراحت وکړي او له استراحت ورسته دي ورته بیا شروع وکړي، باوري اوسئ خپلې موخې ته به په بریالېتوب ورسیږې.
۲ – مخکې تر مطالعې د زیاتو غوړلرونکو خوړو څخه ځان وساتئ.
بله مهمه خبره دا چې څو ساعته وروسته له خوړو نه مطالعه شروع کړئ، ځکه په دغه حالت کې وېنه په جریان کې وې، تر څو د غدا په هضم او جذب کې مرسته وکړي او په عین حال کې مغذ ته د وېنې د رسوونې مرحله ترسره کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.