لیکنه: انزاې
ژباړه: غازي عابد
۱- د مطالعې لپاره مناسب وختونه.
– د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي.
– د سهار له شپږړ تر ماښام ۷ پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي.
– د شپې له پلوه مغز ۲۰ سلنه کار کوي.
۲- په صنف یا ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کې کیښنئ، تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي او درس هم له نیږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اول صف کې کیښني تر ډیره پرې د استادانو نیک پام وي او ممکن ښې نومرې هم ورکړي. ځکه استاد هم فکر کوي چې علاقمند یاست او تر څنګ بیا تاسې خپله هم مجبوریږئ چې څه واورئ او زده يې کړئ.
۳- له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې یې د ۱۰ دقیقو دمې سره. که داسې مو وکړل نو درس به مو په مغزو کې ښه کیښني.
۴- که چیرته غواړې چې یو لغت یا هیر څه شی رایاد کړې، نو د لاس پنجه مو موټی (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډیر فعاله کیږي او دا فعالیدل حافظه تقویه کوي چې په پایله کې به هر څه ښه او ژر رایاد کړئ.
۵- په یو وخت کې په یوه کار تمرکز وکړئ.
۶- په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډیر زیات یې هم مه استعمالوئ، یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتیرۍ او اړتیا لپاره.
۷- کله چې امتحان ته ځئ یا پارچې ته کیښنئ، مثبت ذهنیت سره ورشئ او کیښنئ، تیر هغه هیر کړئ، که له دې وړاندې په کوم مضمون کې ناکام شوي یاست، غم یې مه کوئ، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ.
۸- د نوي او له دې مشخص کتابه بهر څه شي لیکل او لوستل ډیر غوره دي. یوازې په یوه درس مه پاتې کیږئ. خصوصاً هغوی چې یوازې د پوهنتون چپټر او کتاب پورې نښتي وي.
۹- هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط لیکلي وي، د هغه خط په نسبت چې په تور رنګ لیکل شوي وي، ژر یادیږي.
۱۰- کله چې په یوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدریس کوئ. دا کار ددې لامل کیږي چې لا ډیره پاملرنه وکړئ.