د مسکو هغه ځایونه چې هر کال میلیونونه سیلانیان ورځي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: حمیدالله حمیدي
مسکو په نړۍ کې یو له هغه ځایونو دی چې په کلني ډول میلیونونه کسان ددې ښار له ښکلو او جذابو ځایونو څخه لیدنه کوي، په تېره بیا سږ کال. سږ کال په دې هېواد کې د نړیوال جام سیالۍ وې چې لا هم روانې دي، نو د ښکلیو ځایو پر لیدو سربېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د نورو کلونو په پرتله زیات کسان مسکو ته تللي دي تر څو دغه لوبې له نیږدې وګوري. تاسو هم ان که یو ځل کولی شي د مسکو له ښکلو او زړه راښکونکو ځایونو څخه لیدنه وکړئ:
۱- د مسکو جامع مسجد

د مسکو جامع مسجد

د مسکو جامع مسجد په روسیه کې بیا د اروپا په کچه تر ټولو پخوانی مسجد شمېرل کېږي، چې په لومړي ځل یې په ۱۹۰۴ کال کې د بنسټ ډبره د معمار نیکولای ژوکوف لخوا کېښودل شوه. دغه مسجد د مسکو د څلورو فعالو مسجدونو په ډله کې راځي، چې د مسلمانانو د مرکزي مسجد په نامه هم یاد شوی دی. د مسکو جامع مسجد په ۲۰۰۸ کال کې د روسیې د فرهنګي اثارو په نوملړ کې راغی، خو د همدې کال په پای کې بېرته له دغه لېست څخه لرې او له خاورو سره خاورې شو، چې دغه کار د نړۍ د مسلماناو په تېره بیا د روسیې د مسلمانانو غبرګونونو را وپارول، خو اړوندو چارواکو د نوي او پرمختللي مسجد د جوړولو وعده ورکړه. د نوي مسجد د جوړېدو چارې په ۲۰۱۵ کال کې پای ته ورسېدې او د همدې کال د سپټمبر میاشتې په۲۳مه نېټه د عرفې په ورځ د روسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسلامي هېوادونو د یو شمېر مشرانو لخوا پرانیستل شو. دغه مسجد په ۳۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د لس زره لمونځ کوونکو ظرفیت په داخل او د لس زرو نورو ظرفیت په بېرون کې لري.
۲- د کرملین ماڼۍ
د کرملین مامڼۍ

د کرملین ماڼۍ تر ټولو مشهور، تاریخي او میراثي ځای دی، چې نه یوازې په مسکو کې بلکي نړیوال شهرت هم لري. په دې ماڼۍ کې بیا د سلاح خونه (Armory Chamber) او د الماسو خزانه (Diamond Fund) یې ډېرې مشهورې دي. په دې خونو کې یې هغه اثار ځای پر ځای کړي دي چې په نوره نړۍ کې یې بېلګه نشته. ددې ماڼۍ جوړښت د تزاري روسیې د انځور ښکارندویي کوي، چې اوس مهال هم دغه ماڼۍ د روسیې د ولسمشر د هستوګنې اصلي ځای دی.
۳- د الکساندر باغ
د الکساندر باغ

د الکساندر باغ هم په مسکو کې تر ټولو مشهور ځای دی. دغه باغ چې د کرملین ماڼۍ په څنګ کې دی، ډېر داسې څه لري چې په لیدلو ارزي، نو له همدې کبله ډېر مشهور هم دی. په دې باغ کې د روسیې د هغه سرتېرو په یاد څلي هم جوړ شوي دي، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال وژل شوي دي.
۴- سور میدان (Red Square)
سور میدان

سور میدان؛ پېړۍ کېږي چې د مسکو د زړه په نامه یادېږي او په دې ښار کې د عمومي را ټولېدنو ځای دی. که د سره میدان په انګړ کې تاو را تاو شئ، نو د لنین قبر به مو ارو مرو تر سترګو شي. لنین د سوسیالېستانو رهبر او د روسیې تر ټولو اغېز ښیندونکی کس و چې اوس یې جسد مومیایي شوی دی.
۵- د زېریادي پارک
د زېریادي پارک

د زېریادي پارک چې له پرانیستل کېدو یې زیات وخت نه ترېږي، سره میدان ته نېږدې جوړ شوی دی. کولی شئ په دې پارک کې د لوی پله پر سر ودرېږئ او له دې ځایه د کرملین ماڼۍ لیدنه هم وکړئ. ددې پارک بله ښېګڼه دا ده چې د رویسې د هرې سیمې دودیز خواړه په کې پیدا کېږی، چې کولی شئ خوند یې وڅکئ.
۶- د ګورکي پارک
د ګورکي پارک
د ګورکي پارک

د ګورکي پارک هم د مسکو د تر ټولو ښکلو او جذابو ځایونو په ډله کې راځي، چې په ۱۹۲۸ کال کې پرانیستل شوی دی او په ۲۰۱۱ کال کې له سره رغول شوی دی. هره ورځ لږ تر لږه شل زره کسان له دې پارک څخه لیدنه کوي، چې ډېری یې بهرنیان دي او د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي. د یادولو وړ ده چې په دې پارک کې د یوګا ټولګي هم شته. مسکو پر دې سر بېره ګڼ شمېر پارکونه، باغونه، سوداګریز مرکزونه، د مترو تم ځایونه او نورښکلي ځایونه لري چې هر یو یې په لیدو او کتو ارزي.