د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
FB IMG 1555259857493 د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله
د هندوستان پريمر ليګ ۲۹مه لوبه د سنرايزرز حيدر اباد او ډهلي کاپيټالز لوبډلو ترمنځ وه.
حيدر اباد د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.
حيدر اباد د محمدنبي پرځای ويلمسن ولوبوی خو چنداني پايله يې ورنه کړله.
که څه هم د ډهلي دواړه اوپنران پرتوي شاو په ۴ او شيکر داون په ۷ منډو د خليل احمد له لوري وسوځيدل،خو منرو لوبه بيرته د خراب حالت څخه و ايستله.
FB IMG 1555260008142 د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله
کولين منرو وکولای سوله چي د لوبډلمشر شریاس ایر سره په ګډه ښه لوبه ترسره کړي،او په ۲۴ توپونو ۴۰ منډي وکړي چي ۳ شپږيزي او ۴ څلوريزي پکښې شاملي وې.
شریاس ایر په ۴۰ توپونو ۴۵ او ريشب پنت بيا په ۱۹ توپونو ۲۳ منډي وکړلې.
د حيدر اباد لپاره خليل احمد په ۴ اوورونو کي ۳۰ منډي ورکړلې او ۳ وکيټي يې ترلاسه کړلې.
بونيشور کمار په ۴ اوورونو کي ۳۳ منډي ورکړلې او ۲ وکيټي يې ترلاسه کړلې.
خو راشدخان بيا په ۴ اوورونو کي يوازي ۲۲ منډي ورکړلې او کريس موریس يې بولډ اوټ کړ.
FB IMG 1555259841885 د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله
ډهلي وکولای سوله چي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره د حيدر اباد په وړاندي د ۱۵۶ منډو هدف وټاکي.
د ډهلي د هدف د پوره کولو لپاره د حيدر اباد پيلوونکو توپوهونکو ښه پيل وکړ.
بريسټو د وارنر سره په ملګرتيا بریدګره توپوهنه پيل کړله او په ۳۱ توپونو يې ۴۱ منډي وکړلې.
د وارنر سره لوبډلمشر ويلیمسن چي د نبي پرځای لوبه کول ملګرتیا ونسوای ساتلای ،يوازي يې ۳ منډي وکړلې او وکيټه يې د لاسه ورکړله.
ډيويډ وارنر په ۴۷ توپونو سره ۵۱ منډي وکړلې، خو د لوبي په ډير مهم پړاو کي يې وکيټه دلاسه ورکړله.
FB IMG 1555266513939 د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله
د وارنر تر اوټ کيدو وروسته د سنرایزرز حيدر اباد ۹ لوبغاړو په ګډه يوازي ۱۹ منډي وکړلې.
د ډهلي توپ اچوونکو که څه هم د لوبي په پيل او لومړۍ نيمايي کي ډيره مثبته پايله نه درلودله خو تر ۱۵م اوور وروسته يې لوبه کرار کرار د حیدر اباد د ولکې څخه ایستله.
د ډهلي لپاره کريس موريس په ۳ وکيټو کي ۳ وکيټی واخيستلې،ربادا په ۳،۴ اوورونو کي ۴ وکيټي ترلاسه کړلې او کيمو پاول په ۴ اوورونو کي ۱۷ منډي ورکړلې، ۳ وکيټي يې ترلاسه کړلې او د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.
FB IMG 1555266410754 د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله
ډهلي لوبډلي سنرایزرز حيدر اباد ته په خپل کورکي په ۳۹ منډو ماته ورکړله.