ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ لوبغاړي اوس يو او بل ته په ټويټونو کي کنايې کاروي.
تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندی اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو او پرځای يې ګلبدين نائب لوبډلمشر وټاکل سو.
ددې بې وخته پريکړي په وړاندي اکثريت افغانانو منفي غبرګونونه وښودله او د کريکټ بورډ د غوراوي کميټې د مشر دولت احمدزي پريکړه يې وغندله.
اصغر افغان په مستقيم ډول هيڅ داسي دريځ ښکاره نکړ چي ولس يې په يقيني ډول په رويه پوه سي،خو سويلي افريقا ته د نه تګ او نړيوال جام کي د ګلبدين نائب نه ملاتړ اوازې د خلکو تر غوږو رسيدلې.
بل خوا بيا محمدنبي او راشدخان په مستقيم ډول د ګلبدين نائب د لوبډلمشرۍ مخالفت په ټويټ سره وښودی، د ولسمشرغني، ډاکترعبدالله او حمدالله محب څخه يې د مداخلې غوښتنه وکړه .
د راشد او نبي نظرونه هم يوازي په ټويټونو کي پاته نسوه،په نړيوال جام کي يې لوبي هم کمرنګه وې.
نړيوال جام پايته ورسيدی، افغانستان خپلي ټولي ۹ لوبي بايلولې خو د لوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي لاهم له منځه ولانړه.
ګلبدین نائب د رسنيو سره په خبرو کي د ټولو لوبو د بايللو پړه پر تجربه کاره لوبغاړو واړوله چي د دده سره يې د لوبو پرمهال هيڅ مرسته نه کوله.
تر ډيرو ناندريو وروسته ګلبدین نائب له يو ورځنيو او رحمت شاه د ټيسټ کريکټ د لوبډلمشرۍ څخه ليري سوو، او پرځای يې د کريکټ د ټولو برخو لپاره راشدخان لوبډلمشر وټاکی.
لومړی لوبغاړی چي راشدخان ته يې د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه ګلبدين نائب وو،د ټويټ له لاري يې د راشد ملاتړ کړی وو که څه هم يوازي څو لوبي لوبډلمشر وو،همداسي راشدخان هم ترې مننه کړې وه.
د راشدخان د لوبډلمشرۍ په دويمه ورځ د راشدخان له لوري د کريکټ اکاډمۍ پرانيستو مراسمو کي اصغر افغان په لوړ اواز وويل چي وطن مور ده او ما دخپلي مور سره خيانت ندی کړی او دده په خبره په نړيوال جام کي مي ټول لوبغاړي هڅوله ترڅو ښه لوبه ترسره کړي.
د کريکټ بورډ د رياست څخه د عزيزالله فضلي تر ګوښه کيدو وروسته د کريکټ موضوع سړه سوه،نه ټويټ کيدی او نه هم د بې اتفاقۍ خبري وې،داسي ښکاريدله چي لوبغاړو يوبل سره زغملي او ټولي بدبينۍ يې له منځه وړي.
د بنګلدیش سره ټيسټ لوبه کي محمدنبي د ټيسټ کريکټ ته استعفا وکړه او يوځل بيا يې پخوانيو سکارو ته پکی ووهی او داسي ښکاريده چي ګلبدين نائب ته يې لاهم يوڅه په زړه کي پاته وه.
محمدنبي د رسنيو سره په خبرو کي ويلي چي د نړيوال جام د لوبو د بایللو لامل ګلبدین نائب وو ځکه دده په وينا ګلبدین په لوبډلمشرۍ کي هيڅ تجربه نه درلوده،خو ده زياته کړه چي اوس ډير خوشحاله دی چي راشدخان لوبډلمشر سوی، زه او اصغر ورسره مرسته کوو او هرکله يې ملاتړ کوو،او هم ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکوو.
تر دې مرکې وروسته ګلبدين نائب يوازي يوه جمله ورته ليکلې:
( ملګرې لومړی خپل ځانته هم وګوره)
خو چي دا جمله د نبي لوبډلمشرۍ ته اشاره وه چي په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي يې يوازي سکاټلینډ ته ماته ورکړه؟!
اوکه د ۲۰۱۴ز کال اسياکپ ته اشاره وه چي د نبي په لوبډلمشرۍ افغانستان يوازي بنګلديش ته ماته ورکړه؟!
ياهم د نيپال،هنکانګ،کويټ،سنګاپور،ماليزيا،کينيا او عمان په وړاندي د لوبو سره د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام لوبو پرتله وه؟
او که د ګلبدین نائب د ټویټ مطلب د محمدنبي د ډله بازیو ملاتړ،د اصغر دفاع او د راشد ملګرتيا وه؟
کله کله پوښتنه دا پيدا کيږي چي د کريکټ بورډ د انظباط کميټه يوازي ددې دپاره ده چي پر بې واسطو لوبغاړو قانون پلی کړي او خپل زور ورته وښيي،که چيري داسي نه وي نو ولي اصغر ته هيڅ جزا وانه ورول سوه؟ ولي نبي او راشد پرټويټونو لا ارتقاع وکړه او لاهم د نړيوال جام خبري کيږي خو څيړل کيږي نه.
اوس چي هر لوبغاړی د ملي لوبډلي سره يوځای کیږي فکر به یې دا وي چي د ګلبدین ډلي ته ورسي که د راشد،نبي او اصغر په ملاتړ خپل هدف ترلاسه کړي.
رئيس نوی وټاکل سو،د غوراوي کميټه نوې سوه او لوبډلمشر هم نوی سو او پکار دادي چي لوبغاړي د افغانستان لپاره ولوبيږي،يووالي وکړي او يو ځل بيا په راتلونکو لوبو کي د ۳۵ ميلیونه افغانانو د احساساتو سره لوبي ونکړي.