
ليکنه: مدثر دعوت
موږ هم عجب خلک يوو!
شهزاد محمدي هغه نوم دی چي د افغانستان کريکټ يې تر لوړ منزله ورسوی،همدا شهزاد وو چي د هيوادونو په وړاندي يې سليزي ووهلې.
همدا شهزاد وو چي پخپلي بريدګري توپوهني يې په شل اووريز نړيوال جام کي د سويلي افريقا قوي لوبډله تر بريد لاندي نيولې وه،هغوی يې وويرول چي لوبه به بايلوو که څه هم افغانستان هغه مهال د اوس په څير قوي نه وو.
شهزاد موږ ته اکثريت لوبي په يوازي سر ګټلي، افغانستان ته يې سيريزونه وګټل او دپام وړ لوبي يې ترسره کړلې او لا هم روان دی، نيږدې څو ورځي وړاندي يې د ایرلينډ په وړاندي يې ايرلينډ کي سليزه ووهله.
افغانستان چي کله بشپړغړيتوب ترلاسه کړ،د زيمبابوې کريکټ بورډ د افغانستان د کريکټ يوازنی پرمختګ شهزاد وباله.
خو ځينو هغه احساساتي هيوادوال چي په يوې سليزي شهزاد ته اتل وايي په يوې کوچنۍ غلطۍ هم شهزاد تحقيروي،حتی ځيني مشهوري رسنۍ هم دا کار کوي.
د شهزاد انځورونه په بيلابيل ډول جوړوي ، د پاکستانيانو او ګلخانانو ته ځان دهغوۍ خواخوږي جوړوي.
اوس مو بيا دا بیعزتي پيل کړه،هرڅه مو هير کړه،سل ډوله ټاپې مو ورباندي ووهلې ،ښکنځل مو ورته وکړه،که مو په وسه وای د افغانستان تذکره مو هم ترې اخيسته.
دا شهزاد دی، شهزاد محمدي! هغه چي د افغانستان د کريکټ د پيل څخه بيله ده ډيريو افغانانو بل کوم لوبغاړی نه پيژندی،او نه هم دده په څير بل لوبغاړي کارګردګي درلودل.
ما ډير کندهاري دوبله فلمونو کتلي هلته به يې په ژباړي کي د ویرات، سچن پرځان د شهزاد نوم اضافه کوی،خو نن شهزاد هيروو او هر ډول چي مو په وسه وي سپکاوی يې کوو.
دا سپکاوی يوازي عادي خلک نه کوي،د ټولني هر قشر کي ځینو کسانو ملا ورته تړلې ده.
کله چي شهزاد په اسياکپ کي د هندوستان په وړاندي سليزه ووهله داهم پرځينو افغانانو ښه ونه لګيده ځکه دبل هيواد سره د ميني په افراط کي يې خپل هير کړه.
ددې پرځای چي پاکستاني رسنۍ زموږ لوبغاړي وټکوي موږ تر هغوۍ مخکي څوچنده د هر ملي لوبغاړي په وړاندي بيځايه تند غبرګون ښودلی وي.
که نن نبي یا هم راشد اتل دی سبا به يې په يوې کوچنۍ غلطۍ هرڅه هيروو.
ددې پرځای چي ستاینه يې وکړو،وياړ ورباندي وکړو،نور يې هم زړونه ورماتوو.
موږ چي له پرمختګ څخه ليري يوو ښه يوو! ځکه نې سو زغملی.
خو يوه خبره بايد هيڅکله هيره نکړو چي شهزاد زموږ اتل وو،دی، وي به!
دا مه هيروئ چي شهزاد انسان دی روباټ نه!!!