لیکنه: مریم محمدي
ماستې په کافي اندازه پروتین، کلسیم، ویټامینونه او پروبایټکونه لري چې د بدن په ښکلا ډیر تاثیرات لري.
دا چې ماستې پوستکي یا جلد ته څه ګټه لري؟ موږ غواړو نن همدا ګټې له تاسو سره شریکې کړو، له موږ سره پاتې شئ:
– د وچ پوستکي او خارښت لپاره
پوستکي ته د اوبو رسولو ښه لاره د ماستو خوړل دي چې کولی شي پوستکی له خوشکۍ یا وچیدو څخه وساتي. ماستو کې چې کوم غوړ دی هغه د پوستکي رطوبت لپاره ګټور دي.
ماستې اسید لاکتیک او انتي اکسدان په درلودلو سره دا مرسته در سره کولای شي چې تاسو له مکروبونو خوندي وساتي او وچ پوستکي ته ګټه ورسوي.
د دې کار کولو لپاره، هره ورځ یو څه اندازه ماستې واخلئ. په خپل مخ یې ومخښئ او مساج ورکړئ، له ۱۰ دقیقو وروسته یې په یخو اوبو سره ووینځئ.
او که تاسو یوازې غواړئ چې پوستکی مو پاک او ښکلی وي، ۴ قاشوغې ماستې واخلئ، له یوې قاشوېغ شاتو سره یو ځای کړئ او په مخ مو د ۳۰ دقیقو لپاره پریږدئ، وروسته یې په یخو اوبو ووینځئ، دا کار په اونۍ کې دوه یا درې ځلي تکرار کړئ .
– د پوستکي روښانه کول
که ستاسو په مخ د لمر له امله تور داغ یا پوستکي کې مو تیاره وي، نو ماستې وکاروئ.
ساده ماستې را واخلئ، د ۱۵ دقیقو لپاره یې په هعه ځای ومخښئ چې تور داغ معلومیږي. وروسته مو مخ په یو پاک او نرم دستمال پاک کړئ، بیا یودانه رومي له یو دانه بادرنګ سره په یو ګلاس ماستو کې ښه مخلوط کړئ، بیا له ۱۵ نه تر ۲۰ دقیقو پورې په تور داغ باندې پریږدئ، وروسته مو مخ ووینځئ، دا کار په اونۍ کې دوه یا درې ځلي تکرار کړئ، له دې کار وروسته به یو ښکلی مخ ولرئ.