د لویو انسانانو د بریالیتوب ۷ رازونه؛ دا رازونه مو راوسپړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: بختي جان مراد
زیات شمیر اشخاص دا فکر لري، چې په ژوند کې کامیابیدل یوازې په یو شمیر خاصو شیانو پورې تړاو لري لکه: پیسې، امکانات، یوې ډلې پورې تړل او دېته ورته نور…
خو ژوند موږ ته ډیر داسې کسان را په ګوته کړي، چې نه يې پیسې لرلې، نه یې نورې ځانګړې اسانتیاوې، په ټوله کې یې هیڅ ډول امکانات په واک کې نه ول.
دوی یوازې په ژوند کې د کامیابۍ راز په کار او زیار کې په نښه کړی او د کار او زیار له لارې یې، ځان د بریالیتوب تر لوړو پوړیو رسولی.
اوس پوهیږئ چې د بریالیتوب راز په څه کې دی؟
که چیرته تاسې هم غواړئ په رښتیا یو بریالی شخص اوسئ، نو د بریالیو اشخاصو دا ۷ ډوله عادتونه چې په مطلب کې ورته اشاره شوې په خپل ژوند کې عملي کړئ او په ژوند کې مو بشپړ بدلون ووینئ.
لومړی راز: پیسې هیڅکله په ژوند کې د هدف په توګه مه ټاکئ
که چیرته دا فکر درسره موجود وې چې د بریالیو اشخاصو ترشا د پیسو شتون دی، نو تاسو لویه تیروتنه کوئ، ځکه که چیرته د پیسو ګټلو لپاره کار وکړئ، باوري اوسئ چې خپل هدف ته نشئ رسیدای.
کوښښ وکړئ چې پېسې د خپلې ټاکلې موخې ترڅنګ په ډیره کمه پیمانه په نظر کې ونېسئ، ترڅو ستاسو د پرمختګ او شخصیت جوړونې مخه ډپ نکړي.
مثلاً یو سوداګر په دې فکر کې وي، چې څنګه خپلو توکو ته بازار پیدا کړي، دلته هدف ګټه ده او ورسره يې خپل شخصیت هم لوړ کړي.
بل طرف بیا یو انجنیر په ډیرو سوچونو، ستومانیو او فکرونو یوه ښه نقشه ترتیب کړي، هدف یې دا وې چې یوه ښکلې او رنګینه ودانۍ جوړه کړي، په دې ډول خپل هدف هم ترلاسه کړي او ورسره خپل شخصیت ته هم په ټولنه کې یو ځانګړی موقف پیدا کولی شي.
دوهم راز: د خپل هدف ترلاسه کولو پرمهال مه ویریږئ
د ژوند په هره برخه کې چې فعالیت ترسره کوئ، دوه لارې لري:
یو له دې لارو ډیره خطرناکه وي، مثلآ په یوه اقتصادي برخه کې سرمایه ګذاري کوئ، چې د نورو خلکو د فعالیتونو سره توپیر ولري او له خطره خالي نه وي، اکثریت خلک به درته د نادان او ناپوه خطاب وکړي.
اما که چیرته په قوي تصمیم سره پرمخ ولاړ شئ او د ویرې احساس ونکړئ، نو بې له شکه تاسې به خپل هدف ته په درسته او کامیابه توګه ورسیږئ.

ددې مقالې ژباړن بختي جان مراد

دریم راز: هیڅکله سخت کار ته مه خفه کیږئ
دا هم یو له هغو غوره خصلتونو دی، چې بریالیو اشخاصو ورته اوږه ورکړې او ځان او ټولنه یې تر بریالیتوبه رسولې ده.
یو شمیر اشخاص شته چې، چمتو نه دي مخکې له مخکې په خپلو ستونزو غور وکړي او حل لارې ورته پیدا کړې.
خو که چیرته له ابتدا یو کس خپلو کارونو ته په دقیق ډول متوجه شي او له ځانه سره پریکړه وکړي، چې یاد کار په سم ډول پرمخ وړم، نو لازمآ بریا به د همدې کس په برخه شي.
په یاد ولرئ کامیابۍ ته د رسېدو په لاره کې که د هر ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوې، باور ولرئ که څومره په تنګسو او مشکلاتو خپل هدف ترلاسه کړئ، خوند او لذت یې تر هغې ډیر وي په اسانۍ ترلاسه شوي.
څلورم راز: ماتې خوړلو ته د پرمختګ په سترګه وګورئ
بریالي خلک نه یوازې دا چې د ماتو او تیروتنې او داسې نورو خطرونو څخه ځان وساتي، بلکې ددې ترڅنګ خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي، ځکه دا باوري وي چې هدف ته رسېدل له خطرونو خالي نه وي.
کامیاب خلک پوهیږي چې تیروتنې له ماسره مرسته کوي ترڅو په را تلونکې کې هغه تجربې تکرار نکړم چې وړاندې یې زما د کار پر وړاندې ستونزه رامنځته کړې وه. ځکه هغه خلک چې تیروتنې نه کوي د ماتو لپاره اماده ګي نلري، نو بنآ کله چې په تصادوفي ډول ورسره مخامخ شي، دا توانایي نلري چې له هغې دفاع وکړي او یوه وړه تیروتنه ورته لوی لوی مصیبتونه رامنځته کولی شي.
خو بلخوا بیا بریالي اشخاص د خپلو موخو په وړاندې، یوه کوچنۍ تیروتنه هم په لویه کچه ترنظر لاندې نیسي، تر څو یې کارونه په منظمه توګه پرمخ لاړ شي.
پنځم راز: صبر او حوصله ولرئ، څو مو بریالیتوب په برخه شي
په نن سبا کې ډیری خلک غواړي تر څو یو قوي موقف ته ځان ورسوي، اما یو ښه منصب ته رسېدل داسې نه دی، چې یو دم لاس ور واچوي او ځان ور ورسوي.
ځکه هغه څوک چې نن بریالي خلک حسابیدی شي، کلونه کلونه یې مزل کړی، ستونزې او مشکلات یې ګاللي او بیا دغې مرتبې ته رسېدلي.
داسې نده چې، هرڅوک نړۍ ته عالمان، پوهان، فلمي ستوري اوغوره ورزشکاران راغلي، بلکې هغوی پدې پوهیدلي ول، چې خپل وخت باید بې ځایه مصرف نکړي، پدې برخه کې یې پلټنه کړې چې ځان څنګه خپلو موخو ته ورسوي.
پخپل ځان باور او د ستونزو پر وړاندې صبر او تحمل هغه څه دي، چې دا خلک یې د پرمختګ تر دره رسولي دي.
بختور خلک هغه دي، چې د وخت ارزښت ورسره په فکر کې موجود وي او د وخت په اوږدو کې پدې هڅه او کوښښ کې وي، چې څنګه ځان خپلو ټاکلو موخو او اهدافو ته ورسوي.
شپږم راز: د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت مبارزه وکړئ او له خپل هدف مه په شا کیږئ
ډیری خلک په روزمره ژوند کې د ستونزو پر وړاندې مقاومت نشي کولی.
پرځای ددې چې د موخو ترلاسه کولو لپاره د هر ډول سختیو پر وړاندې مبارزه وکړي، برعکس تېښته کوي او له خپل ټاکلي هدف ګرځي چې دا د بریالیتوب پر وړاندې لویه ستونزه ده.
اما په نړۍ کې شتمن، خوشحاله، عزتمند او پیاوړي خلک هغه دي، چې د نړۍ د ادلون بدلون نظام سره ځانونه برابر کړي او هیڅ وخت داسي فرض نکړي چې دا کار نشم کولی، بلکې باوري اوسي چې هر څه شونې دي او هرکار کولی شي.
د تغیراتو سره ځان برابرول د بریالیتوب کونجي ده، نو زیار اوباسئ، تر څو تغیراتو ته تسلیم نشئ او ځان د ستونزو سره سره ټاکلي هدف ته ورسوئ.
اوم راز: خپلې پیاوړې نقظې په نښه او کمزري ټکي اصلاح کړئ
په یاد ساتئ هرکله مو چې، خپل قوي او ضعیف نقاط په نښه کړل او پر هغوی مو کار وکړ بیا تاسې خپل اهداف په سم ډول ترلاسه کولی شي.
په ژوند کې هر انسان قوي او ضعیفې نقطې لري، خو دا یې هیڅ په وړتیا پوري اړه نلري.
ځکه هیڅ کس پوره ندی، هر څوک په ژوند کې بیلابیلې ستونزې او مشکلات لري، خو مبارزه پکار ده، تر څو په ښه شکل خپل منزل مقصد ترلاسه کړو.
هوښیاران خلک په چټکۍ خپل کمزوري نقاط په نښه کوي او ورته لازمې لارې چارې پیدا کوي، که چیرته یې مخه ډپ نه کړي دا د دوی لپاره د خجالت او شرمینده ګۍ خبره ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.