د لوبیا ګټې؛ د ملا او ګردو درد کموي او د حاملګۍ پر وخت یې خوړل، اولاد عقل مند کوي
ژباړه: مریم محمدي
لوبیا یو له هغه خوړو دي چې د ډېرو خلکو خوښیږي. لوبیا په لمړي ځل په ۱۵۳۳ کال کې د مکسیکو په هیواد کې پیدا شول او د «ایاکوک» په نوم ونومول شول، چې وروسته اروپا او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسیدل.
لوبیا هم ډیر خلک په مختلفو نومونو پیژني، څوک ورته لټري، څوک ورته باقلي وايي، څوک کرمې او په انګلیسي کې ورته Bean وايي. پدې لیکنه کې موږ در سره د لوبیا په اړه ځینې ګټور معلومات شریکوو.
طب پوهان وایي لوبیا د ۲۲ سلنه پروتین سربیره په خپل ترکیب کې ۶۲ سلنه د کاربوهایدرایت نشایسته قند او ۲ سلنه کلسیم هم له ځانه سره لري.
روغتیا پوهان وایي؛ په ورځ کې د لوبیا یو ګیلاس اوبه څښل د معدې ناروغي مخنیوی کوي، همدارنکه له لوبیا سره د زیتون او د لیمو اوبو ستفاده کول ګټې لا ډېره وي.
سره لوبیا د طب له نظره ډېره ګرمه او د سپینې لوبیا نه ګټوره ده.
لوبیا ددغو ناروغیو لپاره ګټه لري:
– بدن قوي، د ملا او ګردو درد ښه کیدو کې مرسته کوي.
– بندې متیازې یا ادار او حیض جاري کوي.
ـ د حمل یا امیدوارۍ په وخت کی زیاته لوبیا خوړل اولاد عقل مند راولي.
– د مثانې درد ښه کوي
– رګونه نرموي.
– بې ګټې اوبه له بدن نه لرې کوي.
– زړه قوي کوي، همداراز د زړه ناروغۍ لپاره ګټور خواړه دي.
– د وینې کلسټرول ټیټه وي.
– د سرطان ضد خواص لري.
– که د پوستکي په زخمونو د لوبیا وړه، کیښودل شي، جلدي ټپونه ژر ښه کوي.