د فوټبال نړیوال جام په روسیه کې شروع کېدونکی دی خو مسؤلینو یې د روژې په میاشت کې د دغه جام په تر سره کولو دوه عجېبه پرېکړې کړي.
دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوال جام په روسیه کې کیږي او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته پیل شي.
د فوټبال جام مسؤلینو وایي، دا چې د فوټبال نړیوال جام د روژې په مبارکه میاشت کې راغلی، نو له همدې امله به هلته د خوږ غوښې خرڅلاؤ او پخېدل منعه وي.
مسؤلینو په همدې تړاوو ویلي، دا چې د فوټبال نړیوال جام په روژه کې راغلی دا یو تصادف دی.
خبر زیاتوي چې د مینوالو لپاره غذا ګانې د غواګانو او چرګانو له غوښتو تیارې شوي دي او د خوګ غوښه به پکې شتون ونه لري.
دغه راز ویل شوي چې د ځانګړو مېلمنو(VIP) لپاره ځانګړې مېنو کې به هم د خوګ غوښه نه وي.
وړاندې تر دې دا رپوټونه ورکړل شوي ول چې د فوټبال نړیوال فدراسیون د دغه لوبې څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې روژه ونیسي.
یوه مصري څارونکې وړاندې ویلي وه چې فیفا یا د فوټبال نړیوال فېدراسیون وایي، د دې په خاطر چې څارونکې ښې او غوره پرېکړې وکړي نو ورته د روژې د نیولو اجازه نه شته.
هغه ویلي ول چې فیفا غواړي څارونکي د ذهني او بدني لحاظه پیاوړي وي او د پرېکړې وړتیا ولري، نو په همدې خاطر یې دغه پرېکړه کړي او باید ورته احترام وشي.
د یادولو ده چې اسلام په روسیه کې دویم دین دی چې ډېر پیروان لري، په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې په روسیه کې د یوې سروې له مخې د مسلمانو شمېر تر ۱۴ مېلیون څخه زیات ښودل شوی وو.
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په روسیه کیږي، اټکل دی چې دغه جام به د روانې جون میاشتې د ۱۴ نیټې څخه پيل شي او ۱۵ جولای پورې به دوام ولري.
دغه سیالۍ به د روسیه په ۱۲ لوبغالو او ۱۱ ښارونو کې وشي.
مسکو، کالینیګراد، سن پترزبورګ، ولګاګرد، کازان، نیژني، نووګورود، سامارا، سارانسک، روستوف نا دو، سوچي او یکاترینبورګ هغه لوی ښارونه دي چې سږ کال به پکې د فوټبال نړیوال جام لوبې تر سره شي.