د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام ۲۰۱۸ م کال سیالۍ د کوربه لوبډلې روسیې او سعودي عربستان په سیالۍ سره پیل شوې، چې پکې سعودي عربستان د روسیې څخه بدترینه ماته وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي پرون ماښام پیل شوه او پکې روسیې لوبډلې د سعودي خلاف ۵ ګولونه ترسره کړل، خو سعودي عربستان لوبډله تر پایه پورې د هیڅ کوم ګول په وهلو بریالۍ نشوه.
د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ورسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی.
د فیفا د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د سبا ورځې په ۳ لوبو کې به د A ګروپ څخه مصر د یوروګوايي، B ګروپ څخه موراکو د ایران او پرتګال د هسپانیې سره د لوبې په ډګر کې مخامخ شي.
د فوټبال نړیوال جام دا سیالۍ به د ۳۲ ورځو لپاره د راتلونکې جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې دوام وکړي او پکې به اتلې لوبډلې ته د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه هم ورکړل شي.
همدا راز ویل شوي، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته به د ۴۰ میلیونه او نورو ټولو ګډونوالو لوبډلو ته به د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکړل شي.