د فوټبال نړیوال جامونه او ګټونکي هېوادونه یې!

سپینه تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
فوټبال د نړۍ په کچه خورا مشهوره لوبه ده، دې لوبې ته د ورزشونو پاچا هم ویل کېږي، او د ټولې نړۍ په سطحه پکې زیاتې پېسې مصرفېږي او لوبغاړي په خورا زیاتو پېسو اخېستل کېږي.
فوټبال له ۱۹۳۰ کال څخه وړاندې هم ترسره کېده او تاریخچه ډېره پخوانۍ ده؛ خو د دې لوبې نړیوال جامونه په ۱۹۳۰ م کال کې پیل شوي دي.
لومړی پړاو فوټبال نړیوال جام ۱۹۳۰ م کال کې جوړ شو، چې دا جام په یوروګوای هېواد کې ترسره شو او اتلولي یې هم یوروګوای هېواد وګټله.
یوروګوای په پایلوبه کې ارجېنټاین ته ماته ورکړه.
دوهم پړاو فوټبال جام په ۱۹۳۴ م کال کې اېټالیا هېواد کې ترسره شو، چې اېټالیا یې اتلولي او چکوسلواکیا ته یې ماته ورکړه.
۱۹۳۸ م کال کې دریم پړاو جام په فرانسه کې ترسره شو، چې اېټالیا یې اتلولي وګټله او هنګري ته یې ماته ورکړې وه.
۱۹۵۰ م کال کې څلورم پړاو جام ترسره شو، د دې جام کوربه برازیل هېواد و، یوروګوای یې اتلولي وګټله او برازیل یې پایلوبه کې مات کړ.

۱۹۵۴ م کال کې پنځم پړاو فوټبال جام په سوېټزر لېنډ هېواد کې ترسره شو، لویدیځ جرمني یې اتلولي وګټله او هنګري ته یې ماته ورکړه.
۱۹۵۸ م کال کې شپږم پړاو جام په سویډن هېواد کې ترسره شو، برازیل یې اتلولي وګټله او سویډن ته یې ماته ورکړه.
۱۹۶۲ م کال کې د فوټبال اووم پړاو جام په چیلي هېواد کې وشو، چې اتلولي یې برازیل یوړه او
چِک سلواکیا ته یې ماته ورکړه.
۱۹۶۶ م کال کې اتم پړاو فوټبال جام په انګلستان کې ترسره شو، چې انګلستان یې اتلولي وګټله او لویدیځ جرمني ته یې ماته ورکړه.
۱۹۷۰ م کال کې د نهم پړاو فوټبال جام کوربتوب مکسیکو وکړ، چې برازیل پایلوبه کې اېټالیا ته ماته ورکړه.
۱۹۷۴ م کال کې لسم پړاو جام ترسره شو، د دې جام کوربتوب لویدیځ جرمني وکړ، اتلولي یې هم لویدیځ جرمني وګټله او نېدرلېنډ ته یې ماته ورکړه.
۱۹۷۸ م کال کې یوولسم پړاو ترسره شو، د فوټبال جام کوربتوب ارجنټاین وکړ، ارجنټاین پایلوبه کې یې نېدرلېنډ ته ماته ورکړه.
۱۹۸۲م کال کې دولسم پړاو ترسره شو، هسپانیا د نړیوال جام کوربتوب وکړ، چې اېټالیا پکې لویدیځ یا ویسټ جرمني ته ماته ورکړه.
۱۹۸۶ م کال کې دیارلسم پړاو ترسره شو، د فوټبال جام کوربتوب مکسیکو وکړ، ارجنټاین پکې لویدیځ جرمنې ته ماته ورکړه.
۱۹۹۰ م کال کې څوارلسم پړاو ترسره شو، د فوټبال جام کوربتوب اېټالیا وکړ، چې لویدیځ جرمني پکې ارجنټاین ته ماته ورکړه.
۱۹۹۴ م کال کې پنځلسم پړاو ترسره شو، د امریکا متحده ایالاتو کوربتوب وکړ، چې برازیل پکې اېټالیا ته ماته ورکړه.
۱۹۹۸ م کال کې شپاړسم پړاو ترسره شو، چې فرانسې د نړیوال جام کوربتوب وکړ، چې فرانسې پکې برازیل ته ماته ورکړه او فرانسې اتلولي وګټله.
۲۰۰۲ م کال کې د نړیوال فوټبال جام اووه لسم پړاو ترسره شو، جنوبي کوریا او جاپان د دې جام کوربتوب وکړ او برازیل په پایلوبه کې جرمني مات کړ.
۲۰۰۶ م کال کې د نړیوال جام اتلسم پړاو ترسره شو، چې جرمني یې کوربتوب وکړ، اېټالیا په پایلوبه کې فرانسې ته ماته ورکړه او اتلولي اېټالیا یوړه.
۲۰۱۰ م کال کې سویلي افریقا د نولسم پړاو فوټبال جام کوربتوب وکړ، چې هسپانیا پکې نېدرلېنډ ته ماته ورکړه.
۲۰۱۴ م کال کې شلم پړاو فوټبال جام په برازیل کې ترسره شو، چې پایلوبه کې جرمني ارجنټاین ته ماته ورکړه.

او ۲۰۱۸ م کال کې روسیې د یوویشتم پړاو جام کوربتوب وکړ، فرانسې پکې کروشیا ته ماته ورکړه.
۲۰۲۲ م کال کې به د دوه ویشتم پړاو کوربتوب قطر وکړي او فرانسه به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.