د جاوید حیدرزی لیکنه
واده د کورنۍ د اړنیو موضوعاتو له مخې باید په ځانګړي ځای او قالب کې تر بحث لاندې ونیول شي او دا چې ویل کیږي وخت تغیر کړی او د دې وخت ځوانانو له پخوانیو ځوانانو سره ځمکه او آسمان فرق لري نشي کولی په دې اړه لازم تصمیم ونیسي.
اوسني ځوانان هم د پخوانیو ځوانانو په څیر په همدې کورنیو کې زیږیدلي، تربیه او لوی شوي او یوازې د تکنالوژي پرمختګ دا دلیل نشي کيدای چې ځوانان په خپل حال او خوښه پرېښودل شي.
ځینې کورنۍ په دې کې ناغیړي کوي او یوازینی دلیل یې همدا دی چې ځوان هر څوک ټاکلي همغه سم دی که موږ واده ورته وکړو او یا څوک ورته انتخاب کړو، نو راتلونکي ستونزې او کړاوونه سره به یې هم موږ لاس او ګریوان یو!
پلار، مور، خویندې او ورونه باید د نوي ځوان کهول مشاورین اوسي او په ښه استدلال او منطق باندې یې دې ته قانع کړي چې انتخاب یې سم دی که نا سم او لیرې نده چې ځوان به یې هم خبر ومني.
واده د کورنۍ د جوړښت پیل دی او کله چې ځوانه پیغله او هلک واده کوي؛ نو دوی په اصل کې د کورنۍ ستنې جوړوي، که د کورنۍ له پرمختګ او لوېیدو سره د ښځې او خاوند اړیکې ته له دې اړخه وکتل شي؛ نو و به کتل شي چې دا اړیکه په ښه اصولو تر سره شوې ده.
نو اړینه ده چې ځوانان باید د کورنۍ په مانا پوه شي، نه دا چې له یو شخص سره د عاطفي او روحي اړخه څه شریک ټکي ولري. کله چې ځوان واده کوي اصولاً د یو بل د کورنیو له نوې فضا سره مخ کیږي، هلک یا نجلۍ په بېلابېلو کورنیو کې تربیه اخیستې، لوی شوي، د هغه غړي دي او د هغه کورنۍ ځانګړتیاوې لري. کله چې پيژندګلوي کیږي هرو مرو به تفاوتونه هم لیدل کیږي.
که ځوانان د تعارضاتو سره د مخ کېدو وړتیا او تیاري و نه لري نه شي کولی کامیاب شریک ژوند ولري او ډېر به دې راتلونکو ستونزو، جنجالونو او طلاق له خطر سره مخ وي.
هغه کورنۍ چې یو له بل سره اړین مشترکات لري؛ نو یو له بل سره دې د اولادونو د واده پرېکړه وکړي؛ خو ځینې وخت هلک او نجلۍ یو له بل سره مینه او علاقه پیدا کوي او په خپل واده کې د کورنۍ مشوره او تصمیم اړین نه ګڼي، دوی د کورنۍ له ساحې څخه د باندې عمل کوي او د یو ځانګړي کس سره په واده ټینګار کوي. په دې حالت کې هغه والدین چې کوم فکري ټکر او توپیر له خپل ځوان زوی یا لور سر لري ډېري وخت یې مخالفت کوي او داسې ډېرې کورنۍ شته چې د خپلو اولادونو له غوښتنې سره مقاومت وکړي او د دوی غوښتنې ته غاړه کې نږدي؛ خو کومه ستونزه چې اوس په ټولنه کې ښکاره او مشهوده ده هغه دا ده چې ډېر کم داسې پېښېږي چې ځینې ودونه د کورنۍ فضا او مشورې څخه پرته تر سره شي چې شاید په راتلونکي کې یې کورنۍ د ځوان غوښتنه ومني؛ خو د ستونزو او مشکلاتو رېښه پر خپل ځای پاته ده چې د عاطفي احساساتو په اساس د پرېکړې له امله د ناوې او زوم تر منځ مینه په کینه او شخړه بدلیږي.
د واده په اړه ارواپوهان وایي چې د واده له امله باید د کورنۍ اړیکې پرې نشي یعني د واده لپاره د ځوانانو پرېکړه باید د کورنۍ له خوښې او مشورې سره مل وي؛ ځکه چې دا کار د راتلونکو ستونزو څخه مخنیوی کوي.
له مخالف جنس سره د ځوانان مخامخ کېدل په اصل کې زده کړه او تیاری غواړي چې باید د ماشومتوب له دورې څخه د ماشوم سالمې تربیې ته د ډاد وړ فضا رامنځ ته شي تر څو له اضطراب، بي باوري او شک څخه خلاص وي او له کورنۍ سره یې عاطفي واټن پیدا نکړي.
والدین باید له اولاد سره ښې اړیکې ولري، تر څو د یو بل خبرو ته غوږ کېږدي او پرې پوه شي که خدای مکړه دا حس شتون ونلري او اولادونه د عاطفي اړخه تشه ولري؛ نو له مخالف جنس سره په لومړني لېدنه کې له سختو رواني ستونزو سره مخ کیږي او کله چې والدین له خپلو اولادونو سره عاطفي او مثبته اړیکه ولري؛ نو اولاد یې ډېر لږ د خپلو عواطفو د ارضاع لپاره په سړکونو او کوڅو کې ګرځي.
همدارنګه والدین کولی شي د خپل اولاد د ځوانۍ په دوران کې مشورتې دنده تر سره کړي؛ د ځوانۍ په وخت کې ډيرې داسې خبرې او مسایل منځ ته راځي چې نشي کولی ځوان یې په آسانۍ یې له خپلو والدینو سره شریک کړي، زما مطلب دلته له صمیمي مور او پلار څخه ندی، بلکې مور او پلار د صمیمیت سره – سره باید ښه مشاروان وي او د اولاد د اعتماد د تر لاسه کولو څخه وروسته باید یا خپله مرسته ورسره وکړي او یا یې له نورو مشاورینو سره مخامخ کړي؛ خو په لومړي قدم کې باید مور او پلار دا حقیقت او اړتیا درک کړي چې اولاد یې مشورې ته اړتیا لري.
مور او پلار باید دا په پام کې ولري چې د اولاد سره یې په چلند کې تعادل وساتي، له محبت کولو سره یې باید د ستونزو سره مقابلې ته هم تیار کړي ځکه کوم اولاد چې محبت تر لاسه کوي باید صمیمیت یې هم تجربه کړی وي او د ژوند بېلابېلې وړتیاوې یې زده کړي وي، له حده ډېره مینه د اولادونو د اړتیاوو پوره کوونکې نده او باید مینه یې د زده کړې حیثیت ولري.
لنډه دا چې مور او پلار باید وکولی شي چې د اولاد شخصیت یې له هر اړخه تربیه کړي، اخلاقي، ټولنیز، فرهنګي او رواني مسایلو سره یې آشنا کړي او ور ښودلي وي تر څو ټولنې ته یو عاقل، هوښتیا او مودب زوی یا لور وړاندې کړي.