په شمال کې د دوستم په پلوۍ او د حکومت خلاف له وروستیو لاریونونو سره لیدل کیږي، چې ولسمشر غني خپل تبعید کړی لومړی مرستیال جنرال دوستم له ترکیې څخه بیرته هېواد ته راستنوي.
د ښاغلي دوستم د راستنولو په اړه تراوسه خبره نهایي شوې نه ده، خو ترکیې ته پخپل تازه سفر کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د حکومت په استازیتوب له هغه سره د راستنولو پر شرایطو او نېټې یې مذاکرات کړي.
ویل کیږي، چې دوستم په فاریاب کې د خپل نیول شوي قومندان نظام الدین قیصاري خوشې کیدل او له ټولو صلاحیتونو سره د خپلې او هغه د دندو بیا پيل د راستنیدو شرایط ټاکلي.
حکومت بیا ټینګار کړی، چې قیصاري به خوشې او دوستم به هېواد ته ستون کړي، خو شرط به دا وي، چې دواړه به دندو ته نه ځي او په کور به ناست وي.
په هرحال؛ یو لوری به له شرایطو تېریږي، دوستم به راځي او د دواړو لوریو ناندرۍ به راکمې شي.
خو ولسمشر غني ولې دوستم بیرته راولي ؟
په دې لیکنه کې به هڅه وکړو، چې دا پوښتنه ځواب کړو :
په سیاسي ګردابونو کې تجربه شوی سړی
جنرال دوستم ممکن هم د افغانستان په اوسنیو سیاستوالو او هم په ټوله تاریخي کچه له استثنایي لوبغاړو څخه وي، چې سیاسي ژوند یې له خورا ډېرو تصادفاتو، تقابلونو، دوستۍـ دښمنیو او لوړو ژورو څخه ډک دی.
هغه د ازبک قوم اړوند او په شمال کې د نفتو یو نالوستی کارمند و، چې د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د ملېشو په یوه مهم او نامتو قومندان بدل شو . ډاکټر نجیب په لږه موده کې د خپلو وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره ډېر وځلوه، خو چې خپله د ده اړیکه ورسره خړه شوه، دا سیمه ییز قومندان یې له ځینو جهادي ډلو سره د ایتلاف له لارې د حکومت د سقوط یو لوی سبب شو .
د حکومت له سقوط پرته د دوستم ملېشو په توره شپه کې د ملګرو ملتونو له استازي سره له کابله د نجیب د وتو ممانعت وکړ، چې دا ممانعت او په کابل کې پاتې کیدل آخر د هغه د وژلو سبب شو.
مجاهدینو هم له دوستم سره ښه ورځ ونه لیده، کله د مجددي، کله رباني وسیاف او کله د حکمتیار او مزاري ملګری شو . د طالبانو په واکمنۍ کې دوستم له هېواده لیرې خو له نسکوریدو وروسته یې بیا کله حکومت پلوه او کله حکومت ضده سیاسي مشر و .
په ټولو حالاتو کې دغه نالوستي، په جنګ سالارۍ او پراخو وژنو او جنایتونو تورن سړی د خپل قوم د سر سړی او د ګټو مدافع پاتې شو .
دی که د بهرنیانو او حکومت خوښ و کنه، خو لکه «د اور پرتوګ» یې ګوزاره ورسره کوله . دوستم که یې خپل کمال و، یا نورو دا فضا ورته رامنځته کړې وه، له طالبانو وروسته رژیم کې د ډېرو په باور «د رایو بانک» پاتې شو .
دی یو ځل د خپل یوه مخالف شوي قومي اکبربای د ډبولو له کبله د ولسمشر کرزي پرمهال ترکیې ته تبعید شو، خو د ۲۰۰۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې کرزي د خپل بریالیتوب لپاره بیرته راوست او خپل هدف ته یې پرې ځان ورساوه.
ولسمشر غني هم، چې له لویدیزه په راستنو شویو افغان کادرونو کې تر هر چا ډېر د ټوپکسالارۍ په مخالفت مشهور و، د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې له دوستم سره د ټول پخواني نفرت باوجود دی لومړی مرستیال او خپل سیاسي مخالفین پرې وننګول.
خو وروسته ترهغې، چې دوستم ترې د واک د انحصار او د هغه د حاشیې ته کولو شکایت وکړ، دی د خپل یوه قومي مخالف احمد ایشچي په جنسي ځورولو تورن او له هېواده وتو ته اړ شو.
ښاغلي غني او حکومت یې د جنرال دوستم په اړه د نیږدې یو کلن تبعید پرمهال یې محتاطانه دریځ درلود او ویل یې، چې هغه په څارنوالۍ کې یوه قضیه لري.
دوستم یو ځل د ازبکستان له لارې افغانستان ته د راتګ هڅه وکړه، خو په وینا یې حکومت یې ممانعت وکړ.
حکومت د دوستم د تبعید او د بیرته راتګ د هڅو مخنیوی ردوه، تر دې چې اوس یې څه په شمال کې د هغه د پلویانو د فشار له کبله او څه هم په راتلونکو ټاکنو کې د هغه د ملاتړ خپلولو له کبله د ده د بیرته راستنیدو زمینه سازي وکړه.
د ولسمشر غني او جنرال دوستم رابطه هم له دغه جنرال سره د نورو افغان سیاستوالو د رابطو په شان د ورځې د نرخ رابطه ده. په ټولو رابطو کې د ضرورت په ورځ دوستم « سپین باز» او له هغې پرته « انسان خوړونکی پړانګ» وي !