نن د ۱۰پر ۹۰ فورمول در ته رانقلوم. د ژوند لس سلنه هغه څه دي، چې انسان ورسره په خپل ژوند کې مخ کۍږي. پاتې ۹۰ په سلو کې ژوند د چارو پر وړاندې په خپل غبرګون ټاکي.
دا څه معنا لري؟ لږ فکر په کار دی. موږ پر ۱۰۰ په سلو کې پېښېدونکو پېښو هېڅ راز کنټرول نه لرو. دغه پېښې زموږ له واکه بهر دي. یانې موږ نه شو کولای، چې له سړک نه پرېوتونکی، یا نسکورېدونکی موټر له نسکورېدو وژغورو. الوتکه ناوخت را رسیږي او زموږ ټول مهالوېش ورسره ګډوډیږي. په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې داسې بند پاتې کیږﺉ، چې غونډې او دفتر ته پر وخت ونه رسیږﺉ. انسان پر دې ۱۰ په سلو کې چارو هېڅ واک نه لري، خو ۹۰ په سلو کې نورې چارې توپیر کوي.
هغه څه ډول؟ ستاسې په خپل غبرګون سره!.
ترافیکي اشارې تاسې نه بلوﺉ، هغه له بل ځایه کنټرولیږي، خو تاسې کولای شى د هغو پر وړاندې خپل غبرګون کنټرول کړﺉ. که په سره اشاره کې د درېدو صبر ونه کړﺉ، ممکن له درې څلورو موټرو سره ټکر وکړﺉ. که غواړﺉ خلک تاسې ته د احمق او بې عقل په سترګه ونه ګوري، خپل غبرګونونه او چلند کنټرول کړﺉ.
یوه بېلګه درته راوړم. تاسې له خپلې کورنۍ سره یوځای د سهار چای څښئ. زوی او لور مو ناڅاپه در ځغلي او چای ستاسې پر کالیو او درېشي توییږي. تاسې پر دې کار هېڅ کنټرول نه لرﺉ. وروسته څه کیږي؟ وروستي عواقب ستاسې په غبرګون پورې تړلي دي. تاسې پر ماشومانو چیغې کوﺉ، یوه دوه څپیړې ور واروﺉ او هغوی ژړا پیلوي. وروسته مو پر ښځې ور بړچ وهﺉ او د ماشومانو د نه کنټرول له امله یې ترټئ. تاسې او د مېرمنې ترمنځ هم شخړه پېښیږي. ژر خپلې کوټې ته ځﺉ او کالي بدلوﺉ، بېرته، چې راځئ بچیان مو لا هم ژاړي او چای نه څښي. هغه د ښوونځي له موټره هم پاتې کیږي. تاسې زر موټر روښانوﺉ، چې زوی او لور مو پر خپل وخت ښوونځي ته یوسﺉ. ناوخته دی او په ساعت کې ۷۰ کیلومټره فاصله وهﺉ. پر لاره ټکر کوﺉ، یا مو ترافیک جریمه کوي، پوره یو ساعت وروسته ښوونځي ته رسیږﺉ. لور مو ښوونځي ته ننوځي، خو تاسې وینئ، چې د دفتر لپټاپ او نور اسناد په کور کې درنه پاتې دي. بېرته کور ته ځئ، خو دا نو داسې وخت دی، چې پر تاسې خورا ناوخته شوی او له دفتره هم دوه درې زنګونه درته راځي.
په دفتر کې هم پرېشانه یاست او ټوله ورځ در باندې خرابه تېریږي.
کور ته، چې بېرته ستنیږﺉ، له مېرمنې او ماشومانو سره مو سهارنی چلند سترګو ته دریږي.
دا ټولې ستونزې ولې در پېښې شوې؟
الف- د چایو له امله؟
ب- د ښځې او زوی او لور له امله؟
ج- د پولیسو له امله؟
د- د خپل غبرګون له امله؟
ځواب، د دال انتخاب دی، ځکه تاسې په خپل چټک او بیړني غبرګون هیڅ شی هم کنټرول نه کړای شول. تاسې پر خپلو کالیو د چای تویېدو وړه پېښه کنټرول نه کړای شوه او دغه پنځه ثانیه یي غبرګون ستاسې د ټولې ورځې پروګرامونه در ګډوډ کړل. خو که برعکس که تاسې پېښه کنټرول کړې وای او ماشومانو ته مو ویلي وای، چې له دې وروسته د چای څښلو پر وخت دقت وکړي او بیځایه ور ونه ځغلي، هیڅ ستونزې به نه پېښېدې.
په دې پېښه کې ښکاري، چې تاسې یوازې پر ۱۰۰ په سلو پېښه کنټرول نه درلود، خو پاتې ۹۰ په سلو کې چارې ستاسې په خپل کنټرول کې وې.
یخن قاق مو سم اوتو نه دی. نکټايي پکې سمه نه راځي. غوسه درځي، غبرګون ښيﺉ او ټولې تڼﺉ یې شلوﺉ. بل یخن قاق نه لرﺉ، درېشي مو هم مینځل شوې ده، په کالیو کې تلای نه شئ، مجبور يئ کرار په کور کینئ او له دفتره چټي په چټي رخصت واخلئ. عامل یې معلوم دی: زموږ بېړنی غبرګون.
ډېر کسان د خپلو پرېشانیو، احساساتو او غوسې د نه کنټرول له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي. خو که د ۱۰ پر ۹۰ فورمول پر ځان عملي کړي، له دې ټولو ستونزو ځان ژغورلای شي.