ياران سپورټ
د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو د لوبو لومړنۍ دوه لوبې نن کیږي. افغانستان نن په ابوظبۍ کې د پاکستان سره مخ دی. اخوا په همدې ورځ بنګله دیش د هند په وړاندې د دوبۍ په ښار کې لوبه کوي.
پاکستان ددې څلور غوره ټیمونو په پړاو کې دلچسپه لوبې مخې ته لري.
د اسیا جام له سیالیو دوه هغه ټیمونه وتلي چې پاکستان ورته د رقیبانو په سترګه نه ګوري. خو ورته پاتې درې واړه ټیمونه افغانستان، هندوستان او بنګله دیش داسې دي چې د پاکستان سیاسي اړیکې ورسره ترینګلې دي، او دا هغه څه دي چې د لوبو په پیچ د لوبغاړو په اړیکو او لوبو کې مالګه، مرچکی اچولی شي.
خو د کرکټ په نړۍ کې بیا د افغانستان او پاکستان اړیکې، یو څه عجیبې، پیچلې او متضادې دي.
د کرکټ نړیوال مبصر ډانیال رسول په دې اړه وايي: د پاکستان کرکټ بورډ په پیل کې د افغانستان د کرکټ د بهتره کولو لپاره مرسته وکړه، او څو تنه افغان لوبغاړي یې د لاهور د کرکټ په اکاډمۍ کې وروزل. همدارنګه پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا لومړنی غړی هیواد و چې د افغانستان په وړاندې یې یوه ورځنۍ نړیواله لوبه وکړه.
ښاغلی ډانیال زیاتوي، په دې کې ډېر لږ شک شته چې که چیرې پاکستان په لومړیو کلونو کې په افغانستان کې د کرکټ په وده کې مرسته نه وی کړی، نو ښايي افغان کرکټ داسې په چټکۍ نه وی غوړیدلی.
خو د ډانیال رسول په وینا اوس وخت او سیاست دواړه بدل شوي. کله چې افغانستان او پاکستان په سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو کې کړکیچ زیا شو په ځانګړې توګه تېر کال راهېسې چې په کابل کې درنې چاودنې وشوې، افغانستان په رسمي توګه د ګاونډي کرکټ باز پاکستان سره د کرکټ په برخه کې اړیکې پرې او یا بیخي کمې کړې.
خو په ممکنه توګه او له ناچارۍ د افغانستان اړیکې بیا د هند د کرکټ د کنټرول له بورډ سره ډیرې تودې دي. ددې کال په سر کې د افغانستان سره د لومړنۍ ټیسټ لوبې لپاره د هندوستان کوربه توب یې بېلګه ده.
پاکستان پر دې خواشیني ښيي چې د کرکټ په برخه کې د افغانستان سره ددې هیواد لومړنۍ مرستو ته هسې ارزښت نه ورکول کیږي لکه د هند او افغانستان د کرکټ اړیکو ته چې پام کیږي.
د افغانستان او پاکستان په اړه اړیکو کې مهم ټکی دا هم دی چې دا هیوادونه تر کرکټ ور اخوا هم خپلو کې ډیرې خوږې او ترخې اړیکې لري. د پاکستان په ټیم کې تل یو شمیر هغه پښتانه هم لوبیږي چې د کوزې پښتونخوا اوسیدونکي دي هغه سیمه چې افغانستان یې خلک خپل خلک او خاوره خپله خاوره بولي. د پاکستان د کرکټ ټیم پخوانی کیپتان شاهد افریدی د قبایلي سیمې یو پښتون و او په اوسني ټیم کې یې هم داسې کسان شته. دا ډول لوبغاړو ته که ځینې افغانان د رقیبانو په سترګه ګوري خو د یو نیم په زړه کې ورته لا هم پټه خواخوږي شته، ځکه چې ژبه کلتور او وینه ورسره شریکه ګڼي.
خو په ننۍ لوبه کې :
په ابوظبۍ کې افغانستان د اسیا جام څلور غوره ټیمونو ته په وتلو او د سرېلانکا په ماتولو اوس هم له توقع لوړ څه کړي. افغان لوبډلې تیرې دوه ډیرې د سټایل لوبې وکړې، په بیټینګ کې افغانستان د پیاوړي دیوال په څیر ځان ثابت کړ او د خپل ګروپ ګټونکی شو. همدارنګه د پاکستان په اړه هم ډېر څه ویل کیدای. دې هېواد د اسیا جام په روانو سیالیو کې د هندوستان په وړاندې دا ځل داسې لوبه وکړه چې ښايي په وروستیو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د پاکستان تر ټولو خرابه لوبه وګڼل شي. اوس پاکستان اړتیا لري چې خپله پیاوړتیا او د کرکټ د نړۍ زبرځواکي ثابته کړې، خو داسې ښکاري چې افغانستان یې په وړاندې ښه انتخاب نه دی او پاکستان ته به داسې په اسانۍ د ګټې اجازه ورنه کړي.
افغانستان دوه پرلپسې ورځې لوبه کوي، دا به ښايي د افغان لوبغاړو فیټنس او فزیکې پیاوړتیا و ازمويي خو ډیر ګومان نه کیږي چې د لوبې په ګټه یا بایلولو دې اغیز وکړي.
له افغانستان څخه ښايي ننۍ لوبه کې دا لوبغاړې برخه واخلي:
1- محمد شهزاد، 2-احسان الله،3- رحمت شاه، 4-حشمت الله شهیدي، 5-اضغر افغان،6- سمیع الله شینواری، 7- محمد نبي، 8- ګلبدین نایب، 9- راشد خان، 10- افتاب عالم ، 11-مجیب الرحمن.
د پاکستان له خوا :
ښایې پاکستان عامر خان د هند په وړاندې د لوبې لپاره وساتي. ګومان کیږي چې دا پاکستان لوبغاړي به نن د افغانستان په خلاف د لوبې میدان کې وي:
1- فخر زمان. 2- امام الحق، 3- بابر عظم، 4- شعیب ملک، 5- سرفراز احمد، 6- اصف علي، 7- شاداب خان یا محمد نواز، 8 فهیم اشرف، 9- جنید خان، 10 حسن علي، 11- عثمان خان.
د کرکټ څارونکې وايي د ابوظبۍ د میدان وضیعت سپینرانو ته برابر دی او ښايي نن بیا په لوبه کې ټاکونکی رول ولري. دې ته په کتو چې افغانستان په دې برخه کې په څرګنده پر پاکستان برلاسی دی، ان که شاداب یې هم فیټ وي، نو ددې انتظار شته چې پاکستان به له هماغې برخلیک سره مخ وي لکه سریلانکا او بنګله دیش چې مخ وو. د ابوظبۍ ګرمې هوا ته په کتو ددې هم ډیر احتمال شته چې هر چا چې پچه وګټله هغه به بیټینګ غوره کوي.