ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان غوره لېګ ته يوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
تر پوره يو کال وروسته يو ځل بيا د نړۍ ددغه غوره لېګ يوولسم پړاو ته په نړيواله سطحه مينوال په تمه دې، ورځې شماري او هر څوک ځانته د خوښې لوبډله لري.
ددې لېګ برابرونکي د سږکال لپاره د غوره چمتوالي خبرونه ورکوي او تر نورو کلونو به لا حيرانوونکی وې.
د نورو کلونو برخلاف سږکال پرلوبغاړو زياتې پيسې مصرف شوي، ډیری لوبغاړې د بيلابيلو لوبډلو سره لوبېږي او دې لېګ يو نوی رنګ اخيستی.
تېر کال ددې لوبو لپاره دوه افغان لوبغاړې محمد نبي او راشد خان اخيستل شوي وه چې د سنرايز رحيدراباد لوبډلي ته يې ښې لوبي ترسره کړلې، په نړيواله سطحه يې مينوال وموندل او د کرکټ پوهانو مخونه يې خپل لور ته راواړول.
خو سږکال خبره لا ښه شوه، ۴ افغان لوبغاړې، محمدنبي او راشدخان خپلې مخکنۍ لوبډلې سنرايزرحيدراباد، ظاهرخان راجيستان رويال، او مجيب الرحمن د کينګز ايليون پنجاب لپاره لوبه کوي.
د IPL لوبې به په ۹ لوبغالو کې د ۸ لوبډلو په شتون کې ترسره شي.
دغه ليکنه کې د سږ۲۰۱۸ز کال ،همدې ليګ پرڅو غوره حقيقتونو بحث شوی، کېدای شي تاسو ته هم د خوښۍ وړ وګرځي:
۱ـ په ۲۰۱۸ز کال IPL کي يوازینی کشميری لوبغاړی
کينګر ايليون پنجاب لوبډلې سږ کال ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړې ده، چې د هغوی له جملې څخه يو منظور ډار دی.
منظور ډار د خپل ژوند ډېر بوږنونکې کيسه لري.
ده به هم کرکټ کاوه او ورسره به يې د ورځي په ۶۰ هنديو روپيو مزدوري کول.
خو پنجاب لوبډلې ورته موقع ورکړه او په ۶۰ لکه هندۍ روپيو يې له ځان سره واخيست.
دده د لوبو اوسط به ۹ شل اووريزو لوبو کې ۳۰ دی، خو دی په دې هڅه دی چې په دې ټورنمينټ کي ښه ولوبېږي او خپل نوم جوړ کړي.
د منظور دځلېدلو او وړتيا ښودلو لپاره شايد تر دې ښه موقع پيدا نشي.
۲ـ ډېرکشر خو ډېر، ګران قېمته لوبغاړی
۱۶ کلن کشر خو په لوړ قېمت اخيستل شوی لوبغاړی مجيب الرحمن د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډلې څخه راپورته شوی دی.
مجيب الرحمن په ۴ ميليونه د کينګز ايليون پنجاب له لورې واخيستل شو او د دريم افغان لوبغاړي په حيث به په IPL لوبو کې برخه اخلي.
د IPL په تاريخ کي مجيب الرحمن د ترټولو کشر لوبغاړي په حيث واخيستل شو، د پنجاب لوبډلې مشره پريتي زينتا ډېره خوشحاله ده چي مجيب ورسره لوبيږي او هيله يې ښودلې چي دی به ورته ښه ثابتيږي.
مجيب الرحمن دا وړتيا لري چي د IPL پخواني ريکارډونه مات او نوي جوړ کړي، دی به د خپل لوبډلمشر اشوين سره په مشوره لا پرمختګ وکړي او په خپل مسلک کې به ډېرې تجربې ترلاسه کړي.
مجيب الرحمن په يو ورځنيو لوبو کي تر ۱۷ کلنو کشر لوبغاړي په حيث د درېم ځل لپاره د غوره لوبغاړي په ټاکل کېدو نړيوال ريکارډ جوړ کړ، په داسي حال کې چې تردې مخکې شاهد افريدي تر ۱۷ کلنۍ مخکي ددوه ځلي غوره لوبغاړي په جايزې ګټلو سره ريکارډ درلود.
۳ـ هغه لوبډله چې د نړۍ لومړی درجه توپوهونکی ورسره دی
ګاتم ګمبير د هندوستان په ملي لوبډله کې ډېر مشهور او پياوړی لوبغاړی، بيرته خپلې کورنۍ لوبډلې ډيلي ډاريډېويلز ته راستون شو او د لوبډلمشر په حيث به دنده ترسره کوي.
ډيلي لوبډلي دا ځل ډېره غوره لوبډله جوړه کړېده، پدې لوبډله کې د نورو نامتو او پياوړو لوبغاړو په شمول په شل اووريزو لوبو کي دنړۍ لومړی مقام توپوهونکی کولين مونرو هم لوبه کوي.
مونرو په نړيوال شل اووريز کرکټ کي ځانګړی نوم لري.
دده غوره لوبه ترسره کول دتوپ اچوونکو لپاره تل سرخوږی جوړ شوی دی.
۴ـ هغه لوبغاړی چې د ډېرو لوبډلو سره لوبېدلی
پراتيو پټېل يوازینی هغه لوبغاړی دی چې د ۶ لوبډلو لپاره يې لوبه ترسره کړېده، تر هغې چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ممبي انډيان لوبډلي سره يوځای شو.
دغه هندی کرکټر په لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ز کال کې د چينای سوپرکينګ لوبډلې لپاره ولوبېدی، د کوچي توسکرز کيرلا لپاره په ۲۰۱۱ز کال، د سنرايزر حيدراباد لپاره په ۲۰۱۳ز کال، د رويال چلنجربينګلور لپاره په ۲۰۱۴ز کال او د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د ممبی انډيان لوبډلي لپاره ولوبېد.
پټېل وکټ کېپر توپوهونکی دی، د ممبی انډيان لپاره يې ډېرې ښې لوبې ترسره کړلې، خو سږ کال به د رويال چلنجربنګلور لپاره ولوبيږي.
۵ـ اسټرالياوي کرکيټر چې سنديپ لميچاني ته مشورې ورکوي
۱۷ کلن سنديپ د نيپال هيواد څخه يوازينی لوبغاړی دی چي په IPL کي به ولوبيږي.
ده هغه وخت تاريخ جوړ کړ چې کله د ډيلي ډاريډېولز لوبډلي له لورې په ۲۰ لکه هندۍ کالدارو رانيول شو.
ډېر کسان په دې ندي خبر چې د اسټراليا پخوانی لوبډلمشر کلارک ددې نيپالي لوبغاړي ملاتړ کوي.
کلارک د سنديپ لميچاني لوبه د هنکانګ په وړاندې ليدلې وه او دی ترې متاثره شوی وو.
له هغې راهيسې يې دی تر خپل سترګو او نظر لاندې ساتي، مشورې ورکوي او رغنده نيوکې پرې کوي.
دغه کشرنيپالی ځوان د کلارک ډېر صفت کوي او مننه يې کړې چي کلارک ورته په ژوند کې د پرمختګ لپاره ډېرڅه ورښودلي دي.
کلارک په ۲۰۱۲ز کال IPL کي په ۶ لوبو کي ۹۸ منډي ترسره کړيدي.
۶ـ په IPL کي د بيليونر زوی
راجستان رويال سږکال په خپله لوبډله ډېرمصرف کړی.
له دې سره سره دې لوبډلې د ځان سره شل کلن اريامان بيرلا هم اخيستی.
اريامان د هندوستان د لوی صنعت ګر کومارمنګلم زوی دی.
دی به د اجينکارهاني، بن سټوکز او يوسف پټان ترڅنګ ولوبېږي.
دا هم دده يو ډول مرسته ده چې د خپل پلار د تجارت سره يې کوي.
په ۳۰ لکه دغه رانيول شوی لوبغاړی به خپل لومړۍ لوبه څو ورځې وروسته د IPL په يوولسم پړاو کي پيل کړي.
۷ـ هغه لوبډله چې کوچنی سکواډ لري
د دوه ځلي IPL لوبو ګټونکې، کلکته نايټ رايډرز پياوړې لوبډله سږکال يوازې ۱۸ لوبغاړي په خپل سکواډ کي لرې، چې دا ددې دور ترټولو کوچنی سکواډ دی.
ددې لوبډلې مشر د باليووډ باچا شاهرخ خان دی او ورسره مرستياله يې د باليووډ ښځينه ادکاره او د شاهرخ خان د تجارت ملګرې جوهي چولا ده.
دوی سږکال پرخپله لوبډله يوازې ۸۰ ميليونه هندي روپۍ مصرف کړې او پرلوبډلمشر يې هم ډېرې پيسې ورنه کړلې، د نورو کلونو په توپير يې لږ بوديجه مصرف کړه.
وروسته تر هغې چي ميچل سټارک په لوبه کې زخمي شو، د لوبډلمشر او نورو مشرانو له لورې به بل غوره لوبغاړی د لوبډلې سره يوځای شي، ترڅو د لوبو پيل او پای په بريا سره وکړي.