د سپین غر او امو زونونو لومړۍ لوبې وګټلې؛ شهزاد ۱۴۳ منډې جوړې کړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د سپین غر او مس عینک ترمنځ لوبه، چې د خوست په ملي لوبغالي ترسره شوه، مس عینک پچه وګټله د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه، چې سپين غر د ټولو لوبغاړو په سوځيدو د ۳۲۵ منډو موخه وټاکله .
د سپين غر لوبډلمشر محمد شهزاد ۱۴۳ منډې جوړې کړې، چې تر نورو ښه وځليد. د مس عینک له لوري رحمت شاه ۴ ويکټې ترلاسه کړې .
مس عینک موخې ته د رسيدو لپاره نیږدې شوی و، خو بیا يې هم ونه کړای شول چې لوبه وګټي او د ۲۴ منډو په توپير يې ماته وخوړه .
کرکټ په خپل ویب سایټ کې لیکلي: شاهد کمال و، چې خپلې لوبډلې ته یې سلیزه ووهله او ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې يې وکړې دغه راز فضل نیازي هم نیمه سلیزه جوړه کړه .

قیس احمد سپين غر ته ۳ ويکټې ترلاسه کړې ، شهزاد محمدي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته .

بل پلو؛
د غازي امان الله خان لیسټ ای یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې کابل زون امو زون ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه، لومړی امو لوبډلې توپ وهنه وکړه او کابل لوبډلې ته د ۲۷۳ منډو هدف ورکړ، د امو ۶ ویکټې پریوتې وې.
د امو لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې ۶۵ منډې درویش رسولي وکړې، شرف الدین اشرف هم نیمه سلیزه پوره کړه او د ۵۶ منډو په جوړولو سره ناسوځیدلې له میدانه ووت. په نورو ښو ځلیدلو توپ وهونکو کې حاجي مراد مرادي ۴۵ او جاوید احمدي ۳۰ منډې وکړې.
د کابل له توپ اچونکو باطن شاه ۳ او عارف خان او کریم جنت یوه، یوه ویکټه واخیسته.
د کابل لوبډلې له توپ وهونکو شفیق الله ښه وځلید او تر ټولو ډیرې ۵۰ ناسوځیدلې منډې یې وکړې، بهار شینواري او کریم جنت هر یوه ۴۲-۴۲ منډې تر سره کړې تر دوی وروسته له ښو ځلیدلو توپ وهونکو عمران جنت ۳۳ او غمي ځدراڼ ۳۲ منډې وکړې.
د امو لوبډلې شرف الدین اشرف لپاره ۲ ویکټې او عبدالله عادل، جاوید احمدي او زوهیب یوه یوه ویکټه واخسته.
د کابل لوبډلې توپ وهونکی شفیق الله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

باید وویل شي چې همدا اوس د خوست په ګراونډ کې د بوست او سپین غر زونونو او په کابل کې د د امو او بندامیر ترمنځ مقابلې جریان لري، بوست لومړی ټاس ګټلی او توپ اچوونه کوي او بند امیر هم پچه ګټلې، خو توپ اچوونه یې غوره کړې.