لیکنه: غازي عابد
د الکترونیکي تذکرو جنجال له ډیر پخوا روان و، داسې ښکاري چې اوسني ولسمشر هم څو ځله خواري وکړه، خو موقعه ورته برابره نه شوه څو له ولس سره د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال دا شوې ژمنه پوره کړي، چې یې ویلي ول برښنايي پيژندپاڼې به وویشې او زمینه سازي به ورته وکړي. هیواد یو بل هغه پرمختګ ته ورداخل کړي چې که دې نړۍ کې اوسو، باید موږ نور له اوږده او سولیدلي کاغذي بهیر راووځه او ژر تر ژره هم داخلې او هم خارجي چارې اسانه کړو او تر څنګ یې د امنیت او نورو کارونو په برخه کې اساني رامنځته کړي.
خو بلاخره وړمه ورځ ولسمشر د اوسپنې دا قلف مات کړ او د ځینو له نارضایتۍ سره سره یې لومړی خپله الکترونیکي تذکره ترلاسه کړه.
سهار چې ولسمشر د الکترونکي تذکرې مراسم پر ځای کول، ورسره سم یې اجرایه رییس په مخالفت کې یو رسنیز کنفرانس رابللی و، هغه ناراضه و او خبره یې په دې راڅرخوله چې لومړیتوبونه دا نه دي، امنیت مهم دی او په کې زما رضایت نشته…
دا چې د ښاغلي عبدالله عبدالله رضایت نشته، داسې ښکاري چې ولسمشر یې نور خوښې ته هم ونه کتل او همداسې یې وکړل، ځکه اجرایه رییس هم په کنفرانس کې وویل چې بیګاه راته خبر راورسید چې ولسمشر سهار الکترونکي تذکرو د ویش لړۍ پيلوي.
خو ځه خیر دا اختلافات به وي او په دې وطن کې دا نادرې شته. اوس خبره دا ده چې د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني هم ددې پروسې مخالفت کړی او دا مخالفت یې هم په داسې الفاظو کړی چې سل تعبیره ترې کیده شي. یو ځای کې یې ویلي چې (ایا وحدت ما تر تنوع و یا در تحمیل هویت کاذب؟)
یو تعبیر دا دی چې ښاغلی رباني ځان افغان نه بولې او د هغو پرديپالو ماشومانو له ډلې دی چې کله یې د جب خرچه ورکه شي د ایران، پاکستان او نورو په اشاره په فیسبوکونو او وړو وړو ناستو سره د هویت خبره راپورته کړي. پس له دې خبرو معلومیږې چې یعنې ښاغلی رباني ته هم له هماغه ځایه خړوبیږې او دا د هماغو بهرنیو استخباراتو دمکي دي چې درکول کیږي او دلته یې ارمانونه ورپوره کوئ.
دا چې دا سړی سلب صلاحیت شوی هم و او باید په کور ناست وای، خو بیا هم هغسې ونه شول، ولسي جرګې هم د خپلې پریکړې د عملي کیدو غم ونه کړ او ولسمشر هم دی تر اوسه د هیواد د هغه مهم وزارت مشر ساتلی چې په دې عصري او ډیپلوماټیکه نړۍ کې زموږ نړیوالې اړیکې تنظیموي.
تر څنګ دا چې اوس (افغان) هویت ته دروغجن هویت وايي او بیا هم د غني د بهرنیو چارو وزیر دی، له دې معلومیږي چې؛
– ولسمشر دا سړی هسې سمبولیک او سهمي وزیر کړی، نورې ټولې بهرنۍ اړیکې او سیاستونه خپله د مشخصو افرادو په وسیله پرمخ وړي.
– یا دا چې دده سړي پایه پخه ده او تر شا یې دومره پياوړي قوتونه (هیوادونه) دي چې ان د غني هم زړه نه کیږي چې له دې سمبولیک موقف یې د لري کولو ګام پورته کړي او ورته د بل جنجال لار پرانیزي.
خو مهمه خبره دا ده چې که ولسمشر یې په هره بهانه بیا هم له ځانه سره ساتي، ساتي به یې، خو دا د یوه ملت له حیثیت سره لوبه هم ده، چې نا اهل وي، وزیر یې هم کړې، دا یې دې ملت یو زیان. چې سلب صلاحیت هم شي، خو بیا هم برحاله وزیر پاتې شي، دا یې دویم زیان. او چې د ملت پریکړه نه مني او بیا هم وزیر دی او لاهم که په هره بهانه وي پاتي کیږي، دا یې دریم هغه زیان دی چې د نړۍ په مخ کې یې ددې ملت حیثیت ته زیان رسوي.
باید نور یو ګام پورته شي، همدومره چوپتیا به بس وي، ددې هیواد حیثیت باید نور تر پښو لاندې نه شي. ولس جرګه دې د خپلې پریکړې اعمال وغواړي او ولس باید نور وغواړي چې خپلسرینې او له سرنوشت سره یې لوبې نورې بس شي.