د بالیوډ د افسانوي اکټرې سرې دیوي لور جانوي کپور لومړني فلم ” دهړک “ خپریدو په هند کې لسګونه زره کسان سینماګانو ته ورمات کړي دي او د هند د سینما په تاریخ کې د نويو اکټرانو لومړی فلم شو چې د خپریدو په لومړۍ ورځ یې د ډیرو لیدل کیدونکو فلمونو د لیست په سر کې ځای ونیوه.
د جهانوي کپور دا نوې فلم نه یوازې دا چې د فلم منتقدانو ستایلی، بلکې د عامو لیدنکو له خوا هم ښه ارزول شوې چې دې کار مرسته وکړه دا فلم د خپریدو په لومړیو ورځو کې د لیدونکو له پلوه ریکارډ جوړ کړي.
په ” دهړک “ فلم کې د فلم هلک هم نوي او زلمي اکټر احسان خاطر دی.
ممبيي ټایمز د فلم په اړه په راپور کې وايي چې هندي سینما ته راغلو دې دواړو په خپل اکټینګ کې پوره خواري کړي ده او لیدونکو ته یې یو ښه فلم وړاندې کړی دی.
دا فلم یو رومانټیک داستان دی چې تر سیاسي اغیزو لاندې د راغلې د یوې لومړنۍ مینې کیسه کوي.
دې فلم د خپریدو راوروسته په تیرو درې ورځو کې په هندوستان کې تر اته دیریش کروړه روپیو زیاتې ګتلي دي، چې دا د نويو اکټرانو د یو فلم لپاره د هند د سینما په تاریخ کې بې ساري دي.
د سري دیوي لور جانوي کپور په یوې مرکې د خپل فلم په هرکلی خوښي ښودلې او د سینما له مینه والو یې مننه کړې. نوموړې ویلي، تر اوسه ځان یو سینمايي ستوری نه بولی بلکې غواړي تمثیل او اکټینګ زده کړي.
که څه هم په هند کې ګڼ کسان د جهانوي کپور د اکټینګ پرتله د هغې د مور سرې دیوي سره کوي، خو ځینو ویلي، له جهانوي څخه باید په دې پيل کې خلک دا تمه ونه لري چې د سري دیوي په څیر افسانوي تمثیل دې وکړي. سري دیوي څو میاشتې مخکې په دوبۍ کې په ناڅاپي مرګ مړه شوه.
ویل کیږي چې د ” دهړک “ فلم له کامیابۍ وروسته به جهانوي کپور د هند د سینما په نورو فلمونو کې په ځانګړې توګه هغه فلمونو کې چې ددې د پلار بوني کپور د فلمي کمپنۍ تر چتر لاندې جوړیږي راڅرګنده شي.