د زیاتو کتابونو لوستل مو پر ځان باور لوړوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ځمکې پر سر د هرې موضوع په اړه کتاب لیکل شوی، چې د ضرورت په وخت کې کولای شئ ترې ګټه واخلئ او مطالعه یې کړئ. ځکه د کتاب لوستل ستاسو سره د موضوع په روښانه کولو کې مرسته کوي. په کتابونو کې داسې معلومات نغښتل شوي وي، چې ډېر کله په صنف کې د استاد له خولې نه راوزي او یا هم پرې بحث نه کېږي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د انسان د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه، چې غواړئ په کتاب کې یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.
په یاد به مو وي، چې پخوا به مو څه ډول د یوه لغت اصلي مانا زده کوله او یادوله به مو؟ همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په ډېر اسانۍ سره کولای شي په ډېر کم وخت د یوه لغت مانا په ګوته کړئ. په ځانګړې ډول کله، چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوئ له ګڼ شمېر نویو لغتونو سره اشنا کېږئ، چې په زده کولو سره مو یې لغوي پانګه زیاتېږي. مطالعه تاسو ته دا چانس درکوي، چې د نړۍ له بېلا بېلو فرهنګونو او جغرافېیو سره اشنا شئ.
د رخصتۍ د تېرولو لپاره مو د خوښې وړ ځای کوم دی؟ له تاسو یې باید په اړه مخکې له مخکې مطالعه وکړئ، تر څو هغه ځای ته په ورتلو سره پوره خوند واخلئ. څومره، چې مطالعه کوئ په هماغه اندازه مو ذهن هم پراختیا مومي.
مطالعه تاسو ته دا وړتیا درکوي، چې له نورو فرهنګونو سره په اجمالي توګه معرفي شئ، تاسو به په دې توګه له نورو سیمو سره بلد شئ، د خپلې تفریح لپاره د ځای په ټاکلو کې به کومه ستونزه نه لرئ. ستاسو د لید زاویه د هغو فرهنګونو او سیمو په اړه د مطالعې پر مټ بدلېدلی شي، چې د لیدو هیله یې لرئ.
لکه مخکې مو چې اشاره وکړه، مطالعه له ذهني قوې ګټه اخلي، دا به د دې سبب شي څو د هغه څه په اړه چې مطالعه کوئ یې ستاسو تمرکز لوړ کړي. مجلې، مقالې یا ستاسو انترنیتي ایمل کولی شي پخپل ځان کې مهم معلومات ولري، خو کتابونه کولی شي سترې کیسې او پیښې را واخلي، خو هر څه چې وي تاسو اړ یاست چې تمرکز مو لوړ وي نو مطالعه د تمرکز د لوړولو لپاره د سپورت په څېر ده.
که چېرې ډېر کتابونه مطالعه کړئ، د هغه څه په اړه چې مطالعه کوئ ستاسو تجربه او پوهه به لوړ وي دا به د دې سبب شي چې پر ځان مو باور لوړ شي، نو دا چې تاسو ښه مطالعه کوئ خلک به د دې هڅه وکړي، چې د خپلو پوښتنو ځواب له تاسو واخلي، تاسو به هغوی د ځان په لور راجذب کړئ، دا خبره د دې سبب کېږي چې تاسو ښه احساس ولرئ، او خپل شخصیت دروند او د کار وړ درته ښکاره شي.
څېړنو ښودلې ده که تاسو له خپلې حافظې کار واخلئ نو هغه به پیاوړې شي او که خپله حافظه و نه کاروئ نو خپلې وړتیاوې به له لاسه ورکړئ، د ځينو لوبو په تېره بیا د جدولونو لوبول د الزایمر د ټېټېدو سبب ګرځي، خو هغه لوبې چې په هغه کې تر ډيره کلیمې او جملې کارول کېږي ستاسو د حافظې قوت لوړولی شي، نو مطالعه هم هغه لوبو ته ورته ده چې په هغه کې کلیمې او جملې کارول کېږي او تر ډیره تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د کرکټرونو نومونه، پېښې او ډير څه نور په یاد ولرئ.
ټول د مطالعې په ارزښت پوه یو او پوهېږو، چې باید پخپل ورځني ژوند کې باید د مطالعې لپاره وخت ولرو، خو څوک دا کار کولی شي یا یې کوي؟ خبره همدلته ده، که موږ مطالعې ته په خپل ورځني ژوند کې وخت ورکړو د دې سبب به شي چې فردي انظباط او نظم مو لوړ شي.
کتابونه د لېږد وړ دي، دا چې کولی شئ هر ځای له ځان سره کتابونه یوسئ نو دا وړتیا هم لرئ چې په هر ځای کې یو څه زده کړئ.
دا چې کله له ډيرو کتابونو سره مخ شئ او د ډيرو معلوماتو پر وړاندې ودرېږئ نو د دې سبب به شي چې، خلاقیت مو لوړ شي او نوي شیان مو ذهن ته درشي، ستاسو ذهن کولی شي د بېلو کتابونو معلومات سره یو ځای کړي او د یوې مسلې په حل لاره کې له هغه کار واخلي.
ایا تر اوسه داسې پېښ شوي، چې د کورنۍ د غړو، مېرمنې او یا هم د دوستانو په منځ کې د ویلو لپاره څه ونه لرئ؟ دا ډېره دردونکې ده. دغه څه ډېر کله کولای شي، چې یو لړ کورنۍ ستونزې هم پیدا کړي، ځکه که تاسو په کور کې پټه خوله کېنئ، کېدای شي د کورنۍ له غړو، مېرمنې او یا هم د شا او خوا خلکو ته یو لړ پوښتنې پیدا شي. که تاسو ډېر کتابونه لوستي وي تل به د ویلو لپاره په ذهن کې یو څه لرئ او دا دې سبب ګرځي، چې تاسو په خبرو راولي.
داسې کسان شته، چې د فلمونو او د هغې د وسایلو لپاره زیاتې پیسې خرچ کوي، خو کولای شئ، له دې نه په کمو پیسو باندې څو کتابونه واخلئ، چې ان تر دوو میاشتو پورې پرې مصروف وئ. هڅه وکړئ، د ځان لپاره داسې کتابونه واخلئ، چې علاقه مو ور سره وي.
د مطالعې او رسمي زده کړو ترمنځ توپیر دا دی، چې په رسمي زده کړو کې ته مجبور او مکلف یې، چې هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په درسي صنف کې کښېنې، خو مطالعه تاسو ته دا چانس او یا واک درکوي، چې څه وخت مو زړه وغواړي کولای شئ د خپلې خوښې وړ شی مطالعه کړئ.
څومره چې تاسو کتابونه مطالعه کوئ، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې له تاسو سره پوره مرسته کوي، چې په ډېر دقت ور سره خپل معلومات شریک کړئ. ډېر کله داسې کېږي، چې تاسو د یوه څه په اړه پلټنه کوئ، خو مخې ته مو ډېر نور څه هم درشي چې یو څه ور څخه زده کړئ.